1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پغمان د جنسي تیریو عاملین په اعدام محکوم شول

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

د افغانستان یو قاضي هغه اووه کسان په اعدام محکوم کړل چې په دې وروستیو ورځو کې په پغمان کې پر ښځو باندې په تیریو تورن شوي ول.

https://p.dw.com/p/1D8LR
انځور: Fotolia/Sebastian Duda

په افغانستان کې د ښځو په وړاندي د زور زیاتیو د لمن د پراخیدو او بیا په خاصه توگه د دغه هیواد د پلازمینې په یوې نژدې ولسوالي کې پرڅلور ښځو د جنسي تیریو یوې ورستۍ قضېې د عامو خلکو قهر او غوسه راپارولې ده.

په کابل کې یوې محکمې د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د اگست ۷مه) په نوموړې قضیه کې چې بهیر یې د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدله، اووه تورن کسان په اعدام محکوم کړل. د محکمې څخه بهر یو گڼ شمیر خلکو په مظاهرې لاس پورې کړ او د پیښي د عاملینو لپاره ېې د سختې سزا غوښتنه کوله.

پر دغو اوو کسانو چې محکمې ته حاضر کړاې شوي ول، د اختطاف او د ښځو پر یوې ډلې چې غوښتل ېې د یوه واده له مراسمو څخه وروسته د موټر په وسیله د کابل د ښار په لور ولاړ شي، د حملې او جنسي تیري تورونه لگول شوي دي.

د قضیې په هکله لومړۍ محاکمې یواځې څو ساعته دوام وکړ. محکمې د دغو تورنو کسانو چې ویل شوي دي د اگست په ۲۳ نیټه د سهار په لومړیو ساعتونو کې د جرم د سرته رسولو په وخت کې د پولیسو جامې اغوستې او په وسلو سمبال ول، خبرو ته غوږ ونیو. تورنو کسانو د وسلو څخه په استفادې سره په نوموړې نیټه د موټرو یو کتار درولی دی او له هغو څخه یې ښځینه سپرلي راکوزي کړي، هغوی یی لوټ کړي، وهلي او بیا یې جنسي تیری پرې کړی دی. د رپوټونو له مخې یوه ښځه میندواره هم وه.

د پیښې د عاملینو په وړاندي د خلکو او حکومت غبرگون

محکمې ته د پیښې یوې قربانې چې چادري اغوستې وه وویل: «مونږ له خپلې کورنۍ سره پغمان ته تللي ؤ. د بیرته ستنېدو په وخت کې مونږ ودرول شوو. هغوی مونږ ته ټوپک ونیول، نورو یي زمونږ گاڼې چور کړې، دا چې نور هغوې څه وکړل، دا تاسو اوس ښه روښانه شوې ده.»

د محکمې له پیل څخه مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي دغه کرکجنه قضیه په سختو الفاظو سره وغندله او د پیښي د مجرمینو لپاره ېې د مرگ د سزا غوښتنه وکړه.

د ښځو د فعالینو احتجاج
د ښځو د فعالینو احتجاجانځور: Hussain Sirat

په کابل کې د هغې محکمې په وړاندې چې د پیښی تورن کسان محاکمه کیدل، یو شمیر خلکو د ښځو په وړاندي د تیریو پر ضد په احتجاج لاس پورې کړ. هغوی د «پغمان د قضیې» د عاملینو لپاره د اعدام د سزا شعار ورکاوه.

د محکمې له خوا د پیښې تورنو کسانو ته د اعدام د سزا له اورېدو څخه وروسته، د کابل پولیسو د امنیې قوماندان، ظاهر ظاهر غوښتنه وکړه چې دغه کسان باید په «دار وځوړول» شي. د هغه له دې خبره سره چې « مونږ غواړو دغه مجرمین په عام محضر کې په دار وځړول شي ترڅو د نورو لپاره د عبرت درس وگرځي»، د محکمې په دننه کې د حاضرینو له هرکلي سره مخامخه شوه. ظاهر وویل: «مونږهغوی د پولیسو په یونیفورم کې ونیول. هغوی له نیولو څخه دوه ساعته وروسته په خپلو جرمونو اعتراف وکړ.»

د ابتدائیه محکمې قاضي وویل چې دغه اووه تنه حق لري چې د محکمې د دې حکم پر ضد د استیناف غوښتنه وکړي.