1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني شنونکي: افغانستان سره پر پوله ترویزم ډیر شوی

۱۴۰۰ دی ۸, چهارشنبه

روان کال د پاکستان په هغو علاقو کې چې افغانستان سره ګډه پوله لري تروریستي حملې په کې د پام وړ ډيرې شوي دي. پاکستاني چارواکي او د چارو کارپوهان د حملو ډيريدل، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدلو سره تړلي بولي.

https://p.dw.com/p/44vhR
Pakistan Angriff auf eine Polizei-Schule
د آرشیف انځورانځور: Picture-Alliance/AP Photo/A. Butt

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کورنيو چارو يوه اداره وايي چې سږکال په دغه ایالت کې ترویستی پیښې ډیرې شوي دي. د پاکستان د سويل لويديځ دغه ایالت چارواکي وايي چې په ۲۰۲۱ کال په بلوچستان ایالت کې د تیرکال په پرتله د تروريستي پيښو ګراف ۹۰ سلنه لوړ شوی دی.

د ارقامو له مخې په ۲۰۲۱م کال کې د لږ تر لږه ۱۳۷ تروریستي پيښو رپوټ ورکړل شوی چې په هغو کې د امنيتي ځواکونو په ګډون له ۱۳۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د امنيتي چارو کارپوه، امیر رانا د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وويل چې «د وروستيو میاشتو په جریان کې د غلجکي بریدونو پيښې د پام وړ ډيرې شوي دي.»

رانا زیاتوي چې اسلامپاله ياغیان او بلوچ بيلتون غوښتونکي د دغه ایالت د بریدونو تر شا دي کوم چې ويل کيږي خپل فعالیتونه په افغانستان کې له غیرقانوني پټنځایونو تنظمیوي.

Pakistan Quetta Sekte Gewalt
د کويټې ښار - آرشیفانځور: DW/A. Ghani Kakar

له هغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي، تحریک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو خپلې حملې ډيرې کړي.

پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تیره میاشت په خپلو کې يو مياشتنی اوربند کړی وو چې د دسمبر په ۱۰ پای ته ورسید. پاکستاني طالبانو یوازې د دغه اوربند تر پای ته رسيدو وروسته، لږ تر لږه د ۱۶ بریدونو مسئوليت په غاړه اخیستی دی.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی او بې ثباته ایالت دی. دغه ایالت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، چې ډيری وخت په کې د اسلامپاله یاغیانو، فرقه يې او فرعي ملتپالو ډلو له خوا حملې تر سره کيږي.

په سیمه کې د ياغیانو له خوا دغه تاوتریخوالی تر ډيره د بيجنګ د پانګونې پلان په غبرګون کې ترسره کيږي. د دغه پلان له مخې چين غواړي خپل سین کيانګ یا شینګ یانګ ایالت په بلوچستان ایالات کې د سړک او اورګاډي پټلې په جوړولو له عربي سمندر سره ونښلوي. چین پر دغه پلان ۶۲ ميليارډ امریکايي ډالرو پانګونه کوي. ياغيان په خپلو حملو کې د دغه پلان اړوند پروژو کارکونکوي په نه ښه کوي.