1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمروسیه

د مسکو حملې په تړاو په تاجکستان کې ۹ تنه نیول شوي

۱۴۰۳ فروردین ۱۱, شنبه

روسيه وايي مسکو ته څېرمه د کنسرت پر یو هال د تېرې اوونۍ تروریستي حملې په تړاو ېې په تاجیکستان کې ۹ کسان نيولي دي. ادعا شوې چې دغو کسانو له څلورو اصلي مشکوکو حمله کونکو سره اړيکې درلودلي.

https://p.dw.com/p/4eGuQ
مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس د کنسرتونو پر هال حمله د مارچ په ۲۲مه وشوه چې د تازه ارقامو له مخې د مړو شمېر ېې ۱۴۴ ته پورته شوی دی
مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس د کنسرتونو پر هال حمله د مارچ په ۲۲مه وشوه چې د تازه ارقامو له مخې د مړو شمېر ېې ۱۴۴ ته پورته شوی دیانځور: Sefa Karacan/Anadolu/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د روسيې دولتي رسنۍ ریا نووستي په حواله، وايي چې دغه ۹ کسان د مسکو تر تروریستي حملې یوه اوونۍ وروسته د تاجیکستان د دوشنبه اړوند یو کلي کې نيول شوي دي. پر دوی شک دی چې د کروکوس د کنسرت پر هال له څلورو اصلي شکمنو حمله کونکو سره، چې اوس په مسکو کې په توقیف کې دي، اړيکی درلودلي.

څلورو وسلوال یوه اوونۍ مخکې مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس کنسرت هال ته دننه شول او په ناستو نندارچیانو ېې ډزې وکړې. دوی همدارنګه دغه هال ته اور واچاوه چې له کبله ېې د هال چت ونړېد.

په ورته وخت کې روسي چارواکي وايي چې په یاده تروریستي حمله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۴۴ ته پورته شوی او د ټپیان شمېر ېې ۳۸۲ ښودلی دی.

د دغې حملې مسئولیت د «اسلامي دولت» په نوم ډلې یا داعش منلی دی. روسي چارواکي دغه حمله د اسلامپاله تروریستانو کار بولي، خو اشاره ېې کړې چې کېدای شي د اوکراین او یا ېې د غربي ملاتړکونکو په لمسون شوي وي.

مسکو په دې هکله کوم شواهد نه دي وړاندې کړي او کیف بیا دغه خبرې بې بنسټه بللي دي.

د مسکو تروریستي حملې په تړاو تر اوسه شاوخوا ۲۰ تنه نیول شوي دي. په نيول شوو کسانو کې هغه څلور مشکوک کسان هم شامل دي چې په هال کې پر خلکو ډزې کړي. دغه څلور کسان د تاجیکستان اوسيدونکي پېژندل شوي دي.

(dpa)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل