1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسان بدن له لوږې او خوارځواکۍ سره څنګه مقابله کوي؟

۱۴۰۲ اسفند ۲۳, چهارشنبه

په ټوله نړۍ کې تر ۷۰۰ میلیونو ډېر انسانان له لوږې سره مخ دي. په غزه کې وضعیت خورا خراب دی، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره. خو د انسان بدن په داسې شرایطو کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره څرنګه تکامل کړی دی؟

https://p.dw.com/p/4dTgt
Gazastreifen Rafah | Kinder warten auf Essen
انځور: Abed Zagout/Anadolu/picture alliance

د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې مرکز، د غزې په تړانګه کې خلک د لوږې او قحطۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانو ګيبريوسس «د خوارځواکۍ څو کچې»  تشریح کړې چې په غزه کې یې د لږ ترلږه ۱۰ ماشومانو ژوند اخيستی دی. د غزې تړانګې د روغتیا وزارت چې د حماس مليشو تر کنټرول لاندې دی، د خوارځواکۍ او د بدن د اوبو د کمښت له امله د ۱۵ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د غزې تړانګې په شمال کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د خوړو او څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
اوږدمهاله لوږه د انسان د بدن لپاره خورا ستونزمنه ده. مګر د انسان بدن په داسې ډول وده کړې چې د اړتیا په صورت کې حتی یوه اونۍ له خوړو پرته ژوندی پاتې کېدلی شي.

خو ځيني عوامل لکه ناروغۍ او نور یې د دې باعث ګرځي چې د انسان بدن یې له امله له لوږېسره مبارزه نه شي کولای. ناروغۍ د بدن معافیتي سیسټم کمزوری کوي او دا نه یوازې د خوړو د نه شتون بلکې د کمښت په صورت کې یې هم خطرناک دی. دلته مو تشریح کړې چې څنګه د انسان بدن د لوږې او قحطۍ په وخت کې د ځان ژغورلو هڅه کوي.

بدن د ژوندي پاتې کیدو لپاره پلان شوی دی

د مغز په هیپوتالاموس کې د «لوږې مرکز» پروت دی، هغه ځای چې د انسان د لوږې پر مهال مرکزي رول لوبوي. کله چې په وينه کې د شکر کچه راټیټه شي، دا مرکز په سملاسي ډول په کار پیل کوي.

هیپوتالاموس لومړی د فوق کليدي غدو (kidney's adrenal glands) ته لارښوونه کوي چې د فشار هورمون اډرينالين خوشې کړي. دا هورمون موږ ته د خوړو د لټولو توان راکوي.

خو که چېرې خواړه ونه موندل شي نو دماغ په یو بدیل پلان (پلان ب) کار کوي او د بدن په پاتې برخو کې د اړتیا وړ ګلوکوز لټوي.
دماغ د کار کولو لپاره ګلوکوز ته اړتیا لري. ګلوکوز یو ډول شکر دی چې د وینې قند هم ورته ویل کیږي. ګلوکوز د انسان د بدن یوازې دوه سلنه برخه جوړوي، مګر نیمایي یې یوازې دماغ مصرفوي.

دې حیاتي مادې ګلوکوز ته د لاسرسي لپاره مغز بدن ته دوکه ورکوي. دا بدن ته اشاره کوي چې د انسولین ترشح ودروي. دا کار د عضلاتو له خوا د ګلوکوز د اخیستو مخه نیسي او دماغ ته اجازه ورکوي چې ګلوکوز جذب کړي.

د سختې لوږې پر وخت د بدن هر غړی د خپل اصلي وزن نيمايي کیږي تر هغهه وخته چې نور کار نه کوي او انسان مړ کيږي. په دې مورد کې ماغزه بيا يوه استثنا ده: ماغزه د ګلوکوز د ذخیره کولو د وړتيا له کبله نهايتاً تر څلور سلنه پورې کوچني کيږي.

د بدن پاتې برخه د انرژي تولید لپاره پروټین ته مخه کوي او دا په عضلاتو باندې ډیر فشار راوړي ځکه چې دا په عمده توګه له پروټین څخه جوړ شوي دي. بدن امینو اسيد چې پروټين دي، په ګلوکوز باندې بدلوي.

ایا د شدیدې لوږې بوی احساس کيدلی شي؟

له اتو څخه تر لسو ورځو لوږې وروسته، د انسان بدن خپل میټابولیزم د انرژي ذخیره کولو پړاو ته بدلوي. په دې حالت کې د بدن بنسټیز فعالیتونه لکه د زړه ضربان، د وینې فشار او د بدن تودوخه لږ تر لږه هغه حالت ته کمېږي، لکه یو حیوان چې په ژمني خوب ویدېږي. کله چې خواړه محدود وي، دا غوره کار دی چې بدن یې کولی شي.

له هغې وروسته بدن د خپلو غوړو زیرمو کارول پیل کوي او غوړ اسیدونه په کيټون بدلوي. کیټونونه یو کیمیاوي مرکب دی چې په بدن کې د انرژي خورا مهمه سرچېنه ګڼل کېږي. د لوږې په دې مرحله کې دا یوازینی عنصر دی چې دماغ یې د ګلوکوز ترڅنګ کارولی شي.

خو کله چې د بدن غوړ اسیدونه د کیټون بدنونو ته واړوي، دا یو ډول بوی ورکوي چې د نوکانو رنګ ته ورته بوی وي. د دې دلیل اسیټون دی چې په کيتون کې موجود وي او د پښتورګو او تنفس له لارې خارجيږي.

لوږه چې څومره ډیرېږي همدومره خطرناکه کېږي. د پوستکي هغه طبقه چې بدن د بهرنیو عواملو په وړاندې ساتي، خپل فعالیت له لاسه ورکوي، د بدن معافیتي سیسټم کمزوری کیږي او التهابونه زياتيږي.

ولې لوږه د بدن غړي له کاره غورځوي؟

له لوږې سره مخامخ بدن په تدریجي ډول خپل ټول مهم ارګانونه د مغز لپاره په خوړو بدلوي. د وخت په تیرېدو د انسان بدن یوازې په هډوکو بدلېږي او غړي یې یو په بل پسې خرابیږي او له کاره لوېږي. زړه هم یو له هغه ارګانونو څخه دی چې معمولا لومړی له کاره لوېږي.

که چیرې د بدن میټابولیزم د پورته ذکر شوې طریقې سره سم خپل پلان مخته یوسي، بدن کولی شي د اوږدې مودې لوږې سره مبارزه وکړي.

د دې لپاره چې دا میکانیزم په بدن کې کار وکړي، بدن باید د دې وړتیا ولري چې د لوږې لومړني سیګنال واستوي ترڅو د انسولین ترشح ودريږي خو دا تل نه پیښیږي.

د بیلګې په توګه، هغه خلک چې په ملاریا، ایډز او نورو ناروغیو اخته وي په وینه کې دومره التهابي مادې لري چې د دوی پانقراص د انسولین تولید ته دوام ورکوي او په دې توګه هغه سیسټم بندوي چې د لوږې میتابولیزم په نوم یادیږي.

د اوږدې لوږې فزیکي پایلې

انسانان دلوږې تیرولو وروسته رغيږي، خو خيني ته یې د اوږدې مودې فزیکي او رواني ستونزې ورپاتیږي.

د لوږې دا پایلې ځینې نه جبرانېدونکې زیانونه هم لري چې د بدن د غړو ضعیف والی، د معافیت سیسټم کمزورې کېدل او یا هم د هدوکو قوت لمنځه تلل یې غوره بیلګې دي. د معافیت سیسټم په کمزورې کېدلو سره انسان په ځینو ساری ناروغیو لکه کولرا، شري او ملاریا هم اخته کېدلی شي.
سربیره پردې، لوږه کولی شي په ځینو هورمونونو لکه انسولین، کورتیزول او تیرويید هم ژوره اغېزه وکړي. سربېره پر دې د لوږې له امله د انسان د هاضمي ستونزو

(معدې او کولمو) احتمال هم لوړ دی.

لوږه ډيريږي ، خومرستي او کومکونه کميږي

د لوږې اغیزې له مور څخه ماشوم ته لیږدول کیږي

ميندوارې چې کله په خوارځواکۍ اخته وي د لوږې منفي پایلې ماشوم ته لیږدوي.
په ۲۰۲۲م کال کې د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت پوهنتون څیړونکو د هغو خلکو په اړه څیړنې وکړې چې د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې یې په هالنډ هېواد کې د لوږې ډګ ژمی تجربه کړی وه. د دې څیړنې موخه دا وه چې په ماشومانو کې د اوږدې لوږې تاثیرات پیدا ولټوي.

دې څیړنې ښودلې چې خوارځواکي پداسې حال کې چې ماشوم د مور په رحم کې وي خورا جدي اوږد مهاله منفي اغېزې لرلی شي.

آيا د روغتيا په هکله د مصنوعي ځېرکتيا مشورې ګټورې دي؟