1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي همکاریو د سازمان یو پلاوی افغانستان ته تللی دی

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د دغه سازمان د یوه پلاوي او د اسلامي نړۍ د علماوو د سفر خبر ورکړی دی.دغه سازمان وايي، یاد پلاوي امیر خان متقي سره په اسلام کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4VsUG
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقيانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د دغه سازمان پلاوی له طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د زغم او اعتدال او د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په څېر پر مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، یاد پلاوی چې یو شمېراسلامي عالمان په کې شامل دي، د دغه سازمان د اجرایوي کمېټې او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا تر هوکړې وروسته له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی.

د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره  د یاد  سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخت او د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګینیا او یو شمېر نورو دیني عالمانو په دغه پلاوي کې ګډون کړی او د دې تر څنګ یو شمیر نور اسلامي هیوادونه هم د دې بورډ په جوړښت کې شامل دي.

دغو پلاوو د طالبانو له خوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د افغانستان له یو شمېر دیني عالمانو سره د کار او زده‌کړو څخه د ښځو او نجونو د منع کولو په ګډون د بېلابېلو اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د طالبانو د بهیرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو  سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د حالاتو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ د علماوو له پلاوي وغوښتل چې طالبان او د افغانستان خلک درک کړي او د طالبانو له ادارې ملاتړ وکړي.

نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د اجازې په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان اصلي غوښتنې ته اشاره ونه کړه او ویې ویل چې د دغه سازمان پلاوي په افغانستان کې له فساد او نشه یي توکو سره د طالبانو له خوا شوې مبارزه د قدر وړ بولي.

په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته طالبانو په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر مخ تر پنځوسو ډېر محدودیتونه لګولي دي. دوی ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو، تفریحي ځایونو ته له تګ او د خپل د خوښې د جامو له اغوستلو هم منع کړې دي.

د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو د سازمان له پرله پسې غوښتنو سره سره طالبانو په دې دوو کلونو کې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai