1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ بیرته پرانيستل شوه

۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې له افغانستان سره د تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه. ویل شوي. دغه لاره لس ورځې د دواړو لوریو له اړخه تړلې وه.

https://p.dw.com/p/4bZoW
Pakistan | Flüchtlinge aus Afghanistan verlassen das Land
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS

له کلونو راهیسې پر دغه دروازې د سوداګریزو لاریو چلوونکي له پاسپورت او ویزې پرته تېرېدل، خو په وروستیو کې پاکستان لهافغانستانه د ورتلونکو سوداګریزو موټرو له چلوونکو څخه پاسپورت او ویزه غوښتل، چې له امله یې څو ځل دا لار تړل شوې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډني خونې د مشر ضیاالحق سرحدي له قوله لیکلي دي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر څو مسلسلو غونډو وروسته د دروازې پر پرانيستلو هوکړه وکړه، خو پاکستاني لوري موټر چلوونکیو ته د ویزې د اخستلو له پاره د مارچ میاشتې ۳۱ نېټې پورې وخت ورکړی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي هم د تورخم دروازې د بیرته پرانيستلو خبر ورکړی دی، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس هم په تورخم کې د طالبانو د کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت له قوله خبر ورکړی دی، چې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوې ده.

له تورخم څخه یو ملکي وګړي تنظیرالله افغان دویچه ویله ته وویل، تورخم دروازه د سې‌شنبې په سهار د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانيستل شوې ده او اوس له دواړو لوریو لویې لارۍ پر دغې لار دواړو خواو ته اوړي. د دغې لارې د تړلو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په وروستیو میاشتو کې دغه دروازه د مختلفو دلايلو له امله د امنيتي ځواکونو تر منځ نښتو له کبله څو واري تړل شوې ده.

زموږ له آرشيف څخه:

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب