1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوکو حرام تښتولي نجوني په زوره واده کړي دي

dpa,kna, afp/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

د بوکو حرام ډلي له خوا يو کال دمخه نزدې ۲۰۰ تښتول سوي نجوني په زوره واده سوي دي. له دغو نجوني څخه يوې ځواني راتښتېدلي ښځي ويلي دي چي دا د نجونو د سرنوشت په اړه ډېر معلومات لري.

https://p.dw.com/p/1F7Ph
انځور: picture-alliance/dpa/K. Palitza

د عيني شاهدانو په حواله د ۲۰۱۴م کال د اپريل مياشتي پر ۱۴ نېټه د نايجريا له چيبوک ښار څخه د ښوونځی نزدې ۲۰۰ تښتول سوي نجوني نزدې ټولي په وزره واده سوي دي.

له دغو نجونو څخه يوې راتښتېدلي ځواني ښځي لياتو اندراوس، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغو نجونو زياتي چي مسيحاني وې مسلماني سوي دي.

دغي ښځي ويلي دي چي دا په خپله څو مياشتي د بوکو حرام ډلي په لاس کي وه او په زوره له يوه مسلمان جنگيالي سره واده ته مجبوره سوه. وروسته بيا دا په تېښته بريالۍ سوه.

اندراوس ويلي دي چي بوکو حرام دغي نجوني يو کال دمخه د چيبوک ښار د گوازا سيمي له يوې دني مدرسې څخه وتښتولې. هغې ويلي دي: «نزدې ټولي نجوني واده سوي دي.»

اندراوس لومړۍ عيني شاهده ده چي کولای سي د تښتول سوو نجونو په اړه معلومات ورکړي. خو تر اوسه پوري لا د دغي ښځي څرگندوني په مخامخ ډول تائيد سوي نه دي.

بوکو حرام چي معنی ئې «غربي زده کړي حرامي دي» ده، غواړي چي د نايجيريا په شمالي کي اسلامي حکومت جوړ کړي. د دغي ډلي په تروريستي يرغلونو کي له ۲۰۰۹ کال راهيسي نزدې ۱۳۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. دغي ډلي دغه راز څو اوونۍ دمخه افراطي ډلي «اسلامي دولت» ته خپله وفاداري اعلان کړه.

۸۰۰۰۰۰ کوچنيان په تېښته کي دي

د ملگرو ملتونو ادارې يونيسف ويلي دي چي د نايجيريا په جنگي سيمو کي د کوچنيانو وضعيت ډېر خراب دی او نزدې ۸۰۰۰۰۰ کوچنيان د بوکو حرام تروريستي ډلي له ويري په تېښته کي دي.

په آلمان کي د يونيسف ادارې مشر کريستيان شنايدر، وايي چي د نايجيريا په زرونو کوچنيان د زورزياتيو قربانيان دي. هغه زياته کړې ده چي نجوني او هلکان وژل کيږي، تښتول کيږي، په زوره واده کيږي، وسله وال کيږي او حتي ځانمرگو بريدونو ته هڅول کیږي.

د نايجيريا په شمال ختيځ کي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴م کلونو ترمنځ پر ښوونځيو باندي په هدفي يرغلونو کي نزدې ۱۹۶ ښوونکي او ۳۱۴ زده کوونکي وژل سوي دي.

يونيسف پر ټولو جنگي اړخونو باندي ږغ کړی دی چي نړيوال قوانين مراعات، د کوچنيانو ساتنه وکړي او ټول تښتول سوي کوچنيان بيرته خپلو کورنيو ته وسپاري.

د تښتول سوو نجونو يو انځور
د تښتول سوو نجونو يو انځورانځور: picture alliance/AP Photo