1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

بایدن: د چین د یرغل په صورت کې به امریکا د تایوانه دفاع وکړي

۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د امريکا ولسمشر، جو بایدن ويلي دي چې که چېرته چين پر ټایوان پوځي یرغل کوي، امریکايي ځواکونه به د تایوان دفاع وکړي. دا د تایوان پر موضوع تر اوسه د بایدن تر ټولو واضح دريځ دی چې بيانوي ېې.

https://p.dw.com/p/4H2ke
USA I Präsident Joe Biden veranstaltet Anti-Extremismus-Konferenz "United We Stand
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدنانځور: Anna Moneymaker/Getty Images/AFP

بايدن د سي بي اس تلويزیون سره په یوه ۶۰ دقیقه ېې مرکه کې چې د يکشنبې په ورځ خپره شوه وپوښتل شو چې آيا امريکايي قواوې به د تايوان جزېره چې چېن ېې د مالکيت ادعا کوي، دفاع وکړي، بایدن ېې په ځواب کې وويل: «هو، که چېرته په واقعیت کې دا ډول يوه بې سارې حمله ترسره کيږي.»

د رويټرز په حواله، له بايدن سره دغه مرکه تېره اوونۍ شوې او نوموړی د دوشنبې په ورځ د انګلستان د ملکې د تدفین په مراسمو کې د ګډون له پاره په بريتانيا کې دی.

په دغه مرکه کې له بايدن څخه وضاحت وغوښتل شو چې آیا دا په دې معنی ده که چېرته چېن پر تایوان حمله کوي، نو د امريکا ښځې او نارېنه به د اوکراين مسئلې برخلاف د تایوان دفاع کوي؟ بایدن ېې په ځواب کې وويل: هو.

دا د بايدن تر ټولو وروستۍ مرکه وه او داسې ښکاري چې د تایوان په هکله د امريکا متحده ايالاتو د اعلان شوي اوږدمهاله سياست څخه ورهاخوا وي. د تايوان د دفاع په هکله د هغه څرګندونې د مخکې په پرتله ډيرې روښانه وې.

امريکا پر تايوان د ۱،۱ میليارډو ډالرو په بيه وسلې پلوري

Taiwan US l  Lenkwaffenkreuzer USS Chancellorsville (CG 62) durchquert Philippinische See
بایدن وايي که چېرته چين پر تايوان پوځي حمله کوي امريکايي قواوې به د تایوانه دفاع وکړيانځور: Mass Communication Specialist 2nd Class Ryan J. Batchelder/U.S. Navy via AP/picture alliance

امریکا متحده ايالات له اوږدې مودې راهيسې یو «مبهم ستراتيژيک» سیاست ته پابنده پاتې شوی چې په هغه کې پر تایوان د پوځي حملې په صورت کې عکس العمل روښانه نه دی.

خو د سپينې ماڼۍ یوه وياند په دې هکله د ېوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې د تایوان په هکله د امريکا متحده ايالاتو په سیاست کې بدلون نه دی راغلی: «ولسمشر دا خبره مخکې هم کړې ده، چې له هغې ډلې ېې د روان کال په سر کې په توکيو کې کړې ده. تر هغه وروسته ېې دا هم روښانه کړه چې د تايوان په هکله زموږ سیاست نه دی بدل شوی او په خپل حال درست پاته دی.»

د تايوان د بهرنيو چارو وزارت له بايدن څخه مننه وکړه چې يو ځل بيا ېې د تایوان د قوي ملاتړ ژمنه کړې ده.

تایوان: د چين پر ډرون الوتکو مو د خبرداري ډزې کړي

د تایوان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه هیواد به د خپلې دفاعې وړتيا او د تایوان او متحده ایالاتو ترمنځ د نژدې امنيتي اړېکو لا ټينګولو ته ادامه ورکوي.

په می میاشت کې هم له بايدن څخه پوښتنه شوې وه چې آیا هغه دې ته تمایل لري چې د تایوان په پوځي دفاع کې ښکيل شي. بايدن ويلي وو: «هو... دا زموږ ژمنه ده چې کړې مو ده.»

بایدن په خپلې دغې ۶۰ دقیقه يي مرکې کې يو ځل بيا تکرار کړ چې امریکا متحده ایالات اوس هم د یو «واحد-چین» سياست پر ژمنه ولاړ دی چې پر اساس ېې واشنګټن، بيجنګ په رسمیت پيزني، نه تايپې. هغه دا هم وویل چې متحده ایالات د تایوان جزيره په خپلواکه توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

Taiwan China Konflikt Manöver
د چين پوځي چورلکې د پوځي مانورونو پر مهالانځور: Hector Retamal/AFP

بایدن وويل: «موږ حرکت نه کوو، موږ هغوی [تایوان] د خپلې خپلواکۍ له پاره نه هڅوو... دا د هغوی خپل تصمیم دی.»

د امریکا دوه جنګي بیړۍ د تایوان له تنګۍ تیرې شوي دي

په احتمال سره د بایدن څرګندونو د بيجینګ غوسه راپارولې ده. بيجنګ لا تر دې وړاندې تایوان ته د امريکا د ګانګریس د مشرې پر سفر سخت غوسه شوی دی.

نانسي پلوسي په اګست مياشت کې د چين د سختو مخالفتونو باوجود تایوان ته ولاړه. له دې سره چېن د تایوان په اطرافو کې ستر پوځي مانورونه پيل کړل چې د کروس توغنديو، جنګي بېړيو او هوايي قواوو برخه پکښې لرله.

چين تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او د تایوان له چارواکو سره د بهرنيو چارواکو د ليدو کاتو مخالف دی. د چين ولسمشر، شي جين پينګ، ويلي دي چې دغه ټاپويي هیواد به تر خپل کنټرول لاندې راولي او په دې برخه کې ېې د زور څخه استفاده نه ده رد کړې. تایوان بيا په شدیده توګه د چين د حاکميت پر ادعا نېوکه کړې ده.

رويټرز ليکي چې دوی په واشنګټن کې د چين د سفارت د نظر پر اخیستلو نه دي بريالي شوي.

ر/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب