1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا په کندهار کې هم «ولسي پاڅون» پیل شوی دئ؟

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه

چارواکي وايي چې د ژړۍ ولسوالۍ د یو شمیر کليو خلګو د طالبانو پر ضد پاڅون کړى دئ. په همدې حال کې سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې له طالبانو سره ئې په جگړه لاس نه دئ پورې کړی او یوازې له دولت سره ئې خپله همکاري پراخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15w2L
انځور: AP

د کندهار ولایت د پنجشنبې ورځې د خبرپاڼې په حواله د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسار، کلک، سلوغي او سياه چوۍ سيمو ولسي خلکو له وسلوالو طالبانو څخه غوښتي دي چې د دوی سیمې پریږدي او د ماين ښخولو، جګړې او د قومي مشرانو له وژولو څخه لاس واخلي. په خبرپاڼه کې له ځينو سرغړونکو طالبانو سره د فزيکي شخړې يادونه هم سوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د سيمې خلکو هلته ځايي وسلوالو ته ويلي دي چې بايد د خبرو له لارې د دوى له سيمو او کورونو څخه ووځي. ځکه دوى نه غواړي چې سيمې ئې د دې کسانو د شر له خاطره ورانې شي او ژوند ئې له ګډوډيو څخه ډک شي.»

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې لا تر اوسه پورې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او ولسي وګړو تر منځ کومه وسلواله نښته نه ده سوې، خو د کندهار د خبرپاڼې په حواله يوازې څو تنه طالبان وروسته له هغه چې له کليو څخه د وتلو په خاطر ئې د خلکو غوښتنه رد کړه د پاڅون کوونکو له خوا په لرګيو او کوتکونو سخت وهل سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژړۍ ولسوال نيازمحمد سرحدي، بيا وايي چې په يادو سيمو کې د دوى ټول امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى دي او په خبره ئې ولسي پاڅون ته اړتیا نه شته.

سرحدي د فزيکي شخړې خبره هم ردوي او وايي چې په دې سیمو کې یوازې څو تنه وسلوال د شپې له خوا کليو ته ورغلي دي او خلګو ورڅخه د وتلوغوښتنه کړې ده:

«د وهلو موضوع نه ده رامنځ ته شوې، يوازې ئې له کلي څخه شړلي دي، په داسې حال کې چې په هغو سيمو کې زموږ ټول مسلح ځواکونه فعال دي او هيڅوک امنيتي ستونزې نه شي رامنځ ته کولای.»

د ژړۍ ولسوالۍ د ولسي شورا مسئول عبدالباقي نورزي، وايي چې خلګو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې وسلوال پاڅون نه دئ کړى او يوازې ئې له دولت سره د همکارۍ هوډ نيولى دئ:

«ولسي خلګو د طالبانو مخنيوي په دې ډول نه ده کړې چې دوى توپک واخلي. بلکې له دولت سره همکار سول، ښخ سوي ماينونه، د طالبانو د اوسيدو ځايونه او وسلوال کسان ئې امنيتي ځواکونو ته وروښودل.»

تر اوسه پورې وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دئ ښکاره کړى. تر دې وړاندې په ننګرهار، لغمان او غزني ولایتونو کې هم د وسلوالو طالبانو پر ضد «ولسي پاڅون» شوی وو. خو طالبان وایي چې د هغوی پر ضد ولسي خلک نه بلکې دولتي ملیشې جگړه کوي.

افغانستان/ محمد ابراهيم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش