1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د ښځو او قومي لږکیو حقونه او دیني آزادي محدوده کړې»

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د یوه کمېسیون د رپوټ پر بنسټ تیر کال په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې د ښځو، قومي لږکیو او دیني آزادۍ له پاره شرایط «سخت خراب» شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FxKO
Afghanistan Frauenprotest in Kabul
انځور: privat

د بین المللي ديني آزادۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو کمېسیون د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۲۳) په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افراطي اسلامپاله طالبانو د «ښځينه محتسبینو ریاست» په رامنځته کولو سره، غواړي د مخ پټولو په شمول له ښځو سره د چلند او جامې اغوستلو په اړه سخت ګیرانه مقررات عملي کړي.

زیاته شوې ده چې په عامه حوزه کې د زده کړې، ورزش او کار کولو په برخو کې د ښځو حقونه په قوي ډول محدود شوي دي.

طالبانو یو کال مخکې د واک تر نیولو وروسته ژمنه کړې وه چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو حفاظت او ساتنه کوي. خو د دغه رپوټ پر بنست په افغانستان کې د دیني آزادۍ شرایط په شدید ډول بدتر شوي دي، ځکه افراطي جنګیالي له اسلام څخه په سختګیرانه تفسیر سره، یو وار بیا «د ټولو افغانانو له پاره شدید محدودیتونه» رایج یا دود کړي دي.

دغه امریکایي کمېسیون توضیحات ورکړي دي چې له اسلام څخه د افراطي طالبانو د سختګیرانه تفسیر عملي کول، په لوی شمیر کې د افغانانو ديني او عقیدوي آزادي نقض او تر پښو لاندې کوي.

د دغه کمېسیون د رپوټ پر بنسټ دیني او مذهبي اقلیتونه، «له اسلام څخه مختلف تفسیر کوونکي افغانان»، ښځې، «ال بي جي ټي کیو ټولنه» او پر خدای ج باور نه لرونکي (له خدای ج انکار کوونکي) له هغو ډلو څخه دي چې له دې محدودیتونو څخه ډیر اغیزمن شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې طالبان د لسګونو تنو هزاره ګانو د وژنې مسئول دي. نوموړي کمېسیون ویلي دي چې طالبانو پر دې قومي لږکۍ د داعش یا «اسلامي دولت ډلي» چې د طالبانو رقیبه ډله ده، د بریدونو په مخنیوي کې غفلت او بې پروايي کړې ده. سربیره پر دې په رپوټ کې راغلي دي چې هم طالبان او هم داعش صوفیان په نخښه کوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ «په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک نیول، په دغه هیواد کې د هندو او سک ټولنې د کمښت او تقریباً د نابودې سبب شوي دي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې افراطي طالبان د یوه «عیسوي ټولنې له موجودیت» څخه چې مجبوره دي خپل عبادت په پټه سره ترسره کړي، انکار کوي.

د طالبانو حکومت د واک تر نیولو یو کال وروسته، تر اوسه پورې هم د يوه هيواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز