1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانه سياستواله په ځانمرګي بريد کي ژوبل شوه

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ آبان ۲۵, یکشنبه

د افغان پولیسو د وینا له مخې د يکشنبې په سهار (د نومبر ۱۶مه) د افغانستان د پارلمان ودانۍ ته نژدې يوه چاودنه وشوه. ویل شوي چې د پارلمان د یوې غړې په شمول لږ تر لږه ۱۷ ملکي وگړي ټپیان او درې کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DoFU
انځور: Reuters/Mohammad Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي په خپل تویتر پاڼه کي ليکلي چي په دغه چادونه کې مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده. هغه ليکلي :« له بده مرغه درې کسان وژل شوي او کابو ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.» د صدیقي په وينا په ټپیانو کې د پارلمان غړې شکریه بارکزۍ هم شامله ده.

د کابل د امنیې قوماندان ویاند، حشمت ستانکزي د آلمان ږغ ډويچه وېله ته د نوموړې پیښي پخلي وکړ او زياته يې کړه: « چادونه په شپږمه امنیتې حوزه کې شوې ده.» ستانکزی دویچه ویله ته په یو تلیفوني تماس کې وویل: « نن سهار (د نومبر ۱۶مه) د کابل په وخت د لس بجو په شا او خوا کې د شپږمې امنېتې حوزې د دارلامان پر سړک یو ځان مرگي برید تر سره شو.»

ستانکزي دا خبر تصدیق کړ چې د پارلمان یوه مشهوره ښځینه غړې په دې چادونه کې ټپي شوي ده. هغه وویل چې د پیښې په ځای کې « آغلې شکریه بارکزۍ شتون درلود، د هغې موټر تاواني شوی او هغه خپله هم ټپي شوې ده.» ستانکزي زياته کړه: « د هغې روغتیايي وضعیت ښه دی.»


« بارکزۍ د بريد هدف وه»


د پیښې عیني شاهدانو وویل چې ځانمرگي برید کوونکی پلي ؤ او په غالب گمان چې د پارلمان «غړې شکریه بارکزۍ» د هغه د برید هدف وه. د پارلمان یو غړي چې هویت یې بربنډ شوی نه دی د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: « د حملی هدف د پارلماني استازو د موټرو یو کتار ؤ چې غوښتل یې پارلمان ته ولاړ شي. شکریه بارکزۍ په دغه پیښه کې لږ څه ټپي شوې ده، خو وضعیت یې ښه دی.»

Afghanistan Shukria Barakzai Parlamentarierin und Frauenrechtlerin
انځور: DW/W. Hasrat-Nazimi

شکریه بارکزۍ د افغانستان د ولسې جرگې غړې ده او د ښځو د حقونو مدافعینو له جملې څخه شمیرله کیږي. هغه په عین وخت کې د نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي څخه پلوي کوي.

د کورنیو چارو د وزرات د ویاند مرستیال، ستانکزي یادونه وکړه چې ټپیان د کابل مختلفو روغتونو ته انتقال شوی دي. تر اوسه پورې د دغې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخيستی. ستانکزي وویل چې د پیښی په هکله پلټنه روانه ده.

له دې مخکې د داسی حملو مسوولیت طالب یاغیانو چې په افغانستان کې افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جگړه کوي، مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې خپل سفر پای ته ورساوه، چیرته چې هغه د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام آباد د مرستې غوښتنه وکړه. په یو گډ مطبوعاتي کنفرانس د پاکستان صدراعظم نواز شریف افغانستان سره په امنیتي او سوداگري برخو کې د همکاریو د پراخولو ژمنه وکړه.