1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائیل: نیتانیاهو پارلماني انتخابات په ښکاره ډول گټلي

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د اسرائیلو برحاله صدراعظم، ژائیر لاپيد، بنیامین نیتانیاهو ته د انتخاباتو د گټلو مبارکي ویلې او په دې ډول سره نوي حکومت جوړولو ته هم لار خلاصه سوه.

https://p.dw.com/p/4J5OT
بنیامین نیتانیاهو
بنیامین نیتانیاهو انځور: Ammar Awad/REUTERS

تر پارلماني انتخاباتو دوې ورځي وروسته د انتخاباتو قاطع او وروستي نتایج اعلا سول، چي پر اساس یې د نیتانیاهو په مشرۍ افراطي ښی اړخي مذهبي جبهې د پارلمان د ۱۲۰ چوکیو څخه ۶۴ گټلي دي. 

اوس به نو جمهوررئیس، اسحاق هیرڅوگ، نیتانیاهو ته د حکومت د جوړولو وظیفه وسپاري. نیتانیاهو څو واره دمخه هم صدراعظم سوی دی. په اوس وخت کي پر هغه باندي په محکمه کي د اختلاس یوه دعوه روانه ده، کوم چي هغه دغه ډول یو تور تل رد کړی.