1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا طالبان کولای سي فیسبوک بند او یا محدود کړي؟

۱۴۰۳ فروردین ۲۰, دوشنبه

د طالبانو د مخابراتو د وزارت چارواکو ویلي دي چی د فیسبوک د تړل کیدو له پاره یې یوه طرحه آماده کړې ده. خو د مخابراتو د برخې کارپوهان وایي چې طالبان د فیسبوک د محدودولو ټکنالوژي په اختیار کې نلري.

https://p.dw.com/p/4eY1E
Facebook wird 20
انځور: Jaap Arriens/NurPhoto/picture alliance

د طالبانو اداره په پام کې لري چې د فیسبوک ټولنیزه شبکه چې د افغانانو له خوا په پراخه پیمانه کارول کیږي، «محدوده کړي». د طالبانو د ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي، دویچه ویله ته وویل، فیسبوک«د اسلامي امارت د نظام مخالفه پالیسي مخ ته وړي او هغه یې تحریم کړی دی.»

دې خبرې ته په پام سره چې انتقادي نشرات د افغانستان په داخلي رسنیو کې تقریباً ناممکن دي، ټولنیزې شبکې د افغانانو له پاره د معلوماتو په یوې محبوبې سرچینې تبدیلی سوي دي او نړیوالې رسنۍ هم له دغو شبکو څخه په استفادې د افغان کاروونکو یوې لویی برخې ته لاس رسی پیدا کوي.

البته دا اول ځل نه دی چې طالبان غواړي فیسبوک وتړي او یا یې هم محدود کړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په ۱۴۰۲ کال کې هم په افغانستان کې د فیسبوک د تړلو غوښتنه کړې وه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي، د هغه د بندولو د علت په هکله زیاته کړه :« کله چې یو حکومت یا یو هیواد ونه سي کولای له یوه پلتفورم څخه اغیزمنه گټه واخلي نو په وړاندې یې یو تصمیم نیول کیږي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې اوسمهال وزارتونه په فسبوک کې ابي رنګه ټیک مارک که ولري بیا هم نه شي کولی خپلې لاسته راوړنې د دې ټولنیزې رسنۍ له لارې خپاره کړي. هغه تشریح ورکوي او زیاتوي چې که چیرته وزارتونه دغه کار وکړي او یا دولتي ادارات د فسبوک له لارې معلومات خپاره کړي، انترنتي پاڼې یې د تعلیق حالت ته ځي او یا بیخې تړل کیږي.

که څه هم په افغانستان کی د سواد د کښتې کچې او انترنت ته د کافی لاس رسي د نه شتون له امله د نفوسو په پرتله له ټولنیزو رسنیو  څخه د گټې اخیستنې کچه ټیټه ده، خو د هغو کسانو په ډله کې چې دغو شبکو ته لاس رسی لري، د کاروونکو لویه برخه له فیسبوکه استفاده کوي. خو د (StatCounter Global Stats) د سایت ارقام ښیي چې څه د پاسه ۷۰ سلنه هغه افغانان چې ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی لري، فیسبوک کاروي.

تصور دادی چې طالبان د انتقادي ږغونو د خفه کولو له پاره د فیسبوک د بندولو په لټه کی دي، دا ځکه چې زیاتره استبدادي حکومتونه د حقایقو د خپرولو د مخنیوي له پاره د رسنیو د کنترول او یا تړلو هڅه کوي.

خو د مخابراتو وزارت ویاند وویل، ستونزه داده چی د طالبانو ادارې حتی که د هغوی فیس بوکي حسابونه هم شنه مارکونه ولري، نه سي کولای خپلې لاسته راوړني د فیسبوک له لارې خپرې کړي. هغه څرگنده کړه، که وزارتونه او یا هم ادارې خپل معلومات د فیسبوک  له لاري خپاره کړي، پاڼې یې د تعلیق په حالت کی راځي او یا هم له منځه ځي.

د طالبانو د ادارې د مخابراتو د وزارت ویاند دې خبری ته اشاره وکړه چی فیسبوک په ځینو گاونډیو هیوادونو کې هم بند سوی او یا هم فلتر کیږي او په افغانستان کې هم «د فیسبوک له تړلو څخه هدف دا دی چې د هغه محتوی زموږ د ټولنې مطابقه وي چی هغه اوس نه ده او دا کار د دې سبب سوی چې ځوانان خپل وخت په دغه پلتفورم کې ضایع کړي.»

آیا طالبان په یوازې سر د فیسبوک د محدودولو وس لري؟

که څه هم د افغانستان په دوو گاونډیو هیوادونو، ایران او چین کې فیسبوک په رسمي ډول تړل سوی دی، خو له دغو شبکو څخه د استفادې نورې لارې، لکه له فلتر ماتوونکي څخه استفاده موجوده ده.

دغه دواړه هیوادونه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې ډیر مخکښ دي، خو آیا د طالبانو اداره د دغې طرحې د عملي کولو له پاره ټکنالوژي او متخصص ځواک په اختیار کی لري؟

د طالبانو د ادارې د مخابراتو وزارت ویاند وویل « تکړه کدرونه» فعلاً په افغانستان کې موجود دي او دغه کدرونه له موجوده ټکنالوژۍ څخه په استفادې د فیسبوک پر محدودلو توانیدلای سي.

الکوزي د فیسبوک د محدودولو د څرنګوالي په هکله نور جزیات ورنکړل او ویې ویل: «په هغه صورت کې چې د مخابراتو وزارت وغواړي، په خپله د دغه وزارت انجینیران او کدرونه به دغه کار سرته ورسوي.»

خو یو افغان کارپوه چې له ۲۰۱۶ م کال راهیسې د مخابراتو د انجینیرۍ او مصنوعي ځیرکتیا په څانگه کې پلټنې او تدریس کوي، دویچه ویلی ته وویل: «د دې امکان چې طالبان به په خپله وکولای سي دغه کار وکړي، ډیر کم دی.»

دغه کارپوه چی د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل خپل نوم څرگند کړي، زیاته کړه: خو «طالبان د پرمختللو گاونډیو هیوادونو لکه چین په مرسته کولای سي، فیسبوک بند او یا هم فلتر کړي.»

علاوه پر دې، د ایران اسلامي جمهوري حکومت چې د شبکو او بهرنیو خبري سرچینو په سانسورولو او فلتر کولو کی اوږده سابقه لري، هم له طالبانو سره ښې اړیکي لري او د دواړو هیوادونو چارواکو په تیرو وختونو کې په تکرار سره د د ګډو کار په ځانګړې ډول د رسنیو په برخه کې د ګډو هڅو خبرې کړي دي.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

GP/KH/Sirat