1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په فارياب کي نښتي عشق آباد ته خطر دئ؟

نجيب الله زيارمل/ ويتالي ولکوف۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۰, جمعه

په فارياب کي د ترکمنستان سرحد ته څرمه د افغان امنيتي ځواک په مقابل کي ازبک او طالب جنگيالي جنگيږي. آيا دغه جگړه د ترکمنستان امنيت ته خطر پيښولای سي؟

https://p.dw.com/p/18VtU
A picture made available on 09 October 2008 shows Taliban militants standing guard as their spokesman Zabiullah Mujahid (not in picture) talks with a journalist in the mountains of Afghanistan volatile Helmand province a hotbed of Taliban militants, 07 October 2008. The Taliban spokesman said that the ongoing mediation of Saudi Arabia for resolving the conflicts between Taliban and Afghan government is being done without the consent of Taliban's supreme leader Mullah Omar and they will not support the talks until 70,000 international forces withdraw from the country. Following two years of strategic stalemate in the military fronts, and mounting public opinion pressure in western countries which have soldiers in Afghanistan, to end the war, Afghan and western officials have joined a chorus to call for peace with militants. EPA/STRINGER +++(c) dpa - Report+++
Kämpfer der Taliban ARCHIVBILD 2008انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمال کي د وسله والو جنگيالو فعاليت له بدخشان څخه چي له تاجيکستان سره سرحد لري، په فارياب کي د ترکمنستان سرحد ته څرمه قيصار او غورماچ ولسواليو ته بهېدلی دئ.

د اپريل مياشتي په وروستيو کي وسله والو طالبانو د ترکمنستان سرحد ته څرمه پر يو شمېر سيمو باندي يرغلونه وکړل او هغه ئې د يو څه وخت له پاره هم نيولي ول. د دغه يرغل پرمهال په زرو ځايي اوسېدونکي مجبوره سول چي له خپلو کورونو څخه ووزي.

په فارياب کي ازبک جنگيالي جنگيږي

د فارياب ولايت امنيه قومندان جنرال نبي جان ملاخيل دويچه ويله ته وويل، چي د دغه ولايت په قيصادر او غورماچ ولسواليو کي وسله والو د محلي پوليسو پر درو پوستو باندي يرغل وکړ او غوښتل ئې چي په سيمه کي د (ترکستان بند) ونيسي خو تر لږ مقاومت وروسته له سيمي څخه ووتل.

„په قيصار کي اوس پلټونکي عمليات روان دي او دښمن تښتېدلی دئ“. د هغه په خبره د دغي جگړې پلان د پاکستان په کوټه کي جوړ سوی وو او د (ازبکستان اسلامي حرکت) د جنگياليو له خوا عملي کېدی.

آيا په فارياب کي د وسله والو جنگيالو دغه فعاليت يوازي افغان حکومت ته ستونزه ده، که يا عشق آباد ته هم ستونزي جوړولای سي؟

ترکمنستان ته گواښ؟

په تبعيد کي د ترکمنستان د جمهوري غوښتونکي گوند مشر نورمحمد حاناموف له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل، چي د فارياب د پيښو په اړه د ترکمنستان سرحدي خلک سخت په اندېښنه کي دي. „ د جنگياليو هغه ځانگړې ډله چي د مرکزي اسيا له هيوادونو او روسيې د شمالي قفقاز څخه راغلې ده، نه يوازي جنگياليو ته روزنه ورکوي، بلکي د افغان امنيتي ځواک يوې برخي ته هم“.

جين ناتاليا حاريتونووا
جين ناتاليا حاريتونوواانځور: Natalia Kharitonova

د اروپاـ اسيا د کارپوهانو د ټولني همږغې کوونکې جين ناتاليا حاريتونووا، وايي چي د ترکمنستان له سرحد سره د (ازبکستان اسلامي حرکت) د جنگيالو فعاليت د عشق آباد او سيمي له پاره يو بېخي نوی وضعيت جوړوي.

د هغې په خبره په روسيه او سيمه کي يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي طالبان به د مرکزي اسيا پر هيوادونو او عشق آباد باندي چي د نيازف د واکمنۍ پرمهال له ملا عمر سره دوست وو حمله ونه کړي. خو د هغې په خبره د ازبکستان اسلامي حرکت د طالبانو پلان عملي کوي.

„دوی په افغانستان کي د فعاليت په برخه کي سره همکاره دي، خو د ازبکستان د اسلامي حرکت سياسي هدفونه د مرکزي اسيا هيوادونه دي. دا تصادفي خبره نه ده چي يو شمېر سرچيني وايي چي د ازبکستان د اسلامي حرکت دوهم نوم اوس د «ترکستان اسلامي جنبش» دئ.

د تاجيکستان سناريو

روسي کارپوهان په دې نظر دي، چي جنگيالي په قوي احتمال خپله زړه ستراتيژي تکراروي چي هغه تاجيکستان ته نژدې سيمو کي هغوی د خلکو په منځ کي «ژوند» پيل کړ، جعلي اسناد ئې جوړول او له هغه څخه ئې د تاجيکستان او مرکزي اسيا په نورو هیواونو کي کار اخيست.

که سړی وگوري چي د ترکمنستان امنيتي ځواک د تاجيکستان تر امنيتي ځواک کمزوری دئ او عشق آباد د دوشنبې په پرتله په دې برخه کي د بهرنيو مرستو غوښتنه نه کوي، نو دغه اسلامي حرکت اوس د تاجيکستان تر هغه ډير خطرناکه هم دئ.

د فارياب يوه څنډه
د فارياب يوه څنډهانځور: 3rd Eye/B.Seerat

د بحراني شرايطو روسی کارپوه ليو کورلکوف وايي، چي په فارياب کي د ازبکستان د اسلامي حرکت او طالبانو تر منځ همږغي په هغو سيمو کي پيل سوې ده چي د اوسېدونکو اکثريت ئې ازبکان دي او يو زيات شمېر ترکمنان هم پکښې ژوند کوي.

„د دغو ترکمنانو ډيری د نيازف د واکمنۍ پرمهال له دولت څخه خوابدي سوي ول، نو په دې اساس د ازبکستان د اسلامي حرکت له پاره د جنگيالو د استخدام ښه زمينه برابره ده.“

د کورلکوف په خبره د تروريستانو د اړیکو تاکتيک ته په کتو سره کيدای سي، چي دغه کسان ترکمنستان ته د پټو اړيکو د نيولو له پاره ولېږل سي او دغه راز ازبکستان او په ځانگړې توگه قزاقستان ته د ننوتلو هڅي پيل کړي، چيري چي له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰ کال پوري د ازبکستان د اسلامي حرکت او هغه ته نژدې ډلي ناببره فعاله سوې.