1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د ترکي او ایراني تحصیل یافته قشر مهاجرت زیات شوی

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

آلمان ته د هغو ترکي او ایراني پناه غوښتونکو د راتګ په شمیر کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی، چې لوړي زده کړي يې کړي دي. برعکس افغان او ناجیریایي پناه غوښتونکي بیا تر ټولو ټیټې درجې زده کړې لري.

https://p.dw.com/p/3NlBz
Migration nach Deutschland
انځور: picture alliance/ZB

له ترکیي او ایران څخه آلمان ته د هغو پناه غوښتونکو په راتګ کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی چې له لوړو زده کړو برخمن دي.

د «ویلټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) د رپوټ پر بنسټ خبر ورکړی دی چې د هغو ترکي او ایراني تحصیل یافته اتباعو شمیر په پرله پسې ډول زیاتیږي چې په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي.

د بمف په حواله په ۲۰۱۸م کال کې په مجموع کې د هغو ترکي پناه غوښتونکو چې په آلمان کې یي د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي ۵۹،۳ سلنو یي ویلي دي چې په خپل هیواد کې یي لوړې زده کړې بشپړې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې دغه کچه ۴۶ سلنه وه.

دې ته ورته یو پرمختګ د ایراني پناه غوښتونکو په برخه کې هم لیدل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې ۴۲،۶ سلنه ایراني اتباعو خپل د پناه غوښتنلیک وړاندې کولو پر مهال ویلي وو چې په خپل هیواد کې لوړې ده کړې پای ته رسولي دي. دا شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۴۷،۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

تازه شمیرې ښيې چې دا هغه معلومات دي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۶۵ زره قانوني سن ته رسیدلو پناه غوښتونکو پخپله وړاندې کړي دي.

د آلمان د پوهنې وزیرې انیا کارلچسک، د آلمان د لوړو زده کړو په سیستم کې په اغیزمنه توګه د دغو کسانو د صلاحیتونو مدغم کول یو چیلينج وباله. د آلمان د پوهنې وزیرې د بلټ ورځپاڼې ته ویلي چې دا خبره په ځانګړي توګه د لوړو زده کړو درلودونکو او متخصصو کسانو په برخه کې صدق کوي.

د هغې په خبره له مختلفو اقداماتو سره دوی وکولی شول چې تر۲۰ زرو ډیر داسې کسان د آلمان په پوهنتونونو کې جذب کړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د نورو هیوادونو په پناه غوښتونکو کې دومره تحصیل یافته کسان نشته. د سوریایي پناه غوښتونکو یوازې ۱۷ سلنه او د عراقي پناه غوښتونکو ۱۴،۲سلنو یي په خپلو هیوادونو کې لوړې زده کړې بشپړې کړي دي.

په اوسط ډول د نایجیریا او افغانستان هیوادونو پناه غوښتونکي د له تر ټولو ټيټې درجې زده کړو څخه برخمن دي.

آژانسونه/ش.ن/ن.ز