1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا چين او روسيه به د نړۍ نظام بدل کړلای سي؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د روسيې او چين ولسمشرانو ولاديمير پوتين او شي جن پينګ د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کي د نوي «نړيوال نظام» د رامنځته کولو کوښښ وکړ.

https://p.dw.com/p/4H1gg
د چين ولسمشر شي جن پينگ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شانگهای د همکارۍ د سازمان مخکښ غړي دي
د چين ولسمشر شي جن پينگ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شانگهای د همکارۍ د سازمان مخکښ غړي ديانځور: Alexandr Demyanchuk/Sputnik/AFP

ولاديمير پوتين او شي جن پينګ د لوېديځ د اغېز کمولو لپاره په نړۍ کي د يو نوي نظام د رامنځته کولو په مقصد د اتحاد رامنځته کولو کوښښ وکړ. خو د شانګهای د همکارۍ د سازمان په دغه غونډه کي تضادونه هم رابرسېره سول. په دې ترڅ کي د هند لومړي وزير نريندر مودي وويل چي د «اوکراين لانجه» بايد اوس نه وی پېل سوې. 

په اختلاف کي هغه وخت زياتوالی رامنځته سو کله چي د قرغزستان او تاجکستان پوځونو د هغه باوجوده چي دغه هيوادونه په غونډه کي ګډونوال دي بيا هم پر سرحد وسله واله نښتي سره وکړې.
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه پای ته رسیږي
واشنګټن ويلي دي چي په دغه غونډه کي د چين او هند له خوا د اوکراين پر لانجه په «اندېښنو» څرګندولو سره پر روسيې فشار زيات سوی دی چي دغه لانجه هواره کړي.

په دغه کانفرانس کي د پخواني شوروي جمهوريت ازبکستان، د هند، پاکستان او مرکزي آسيا د څلورو هيوادونو مشران او د ترکيې او ايران ولسمشران هم ګډونوال ول.

د روان عيسوي کال په فبروري مياشت کي پر اوکراين د روسيې د يرغل وروسته دا لومړی ځل ؤ چي د روسيې او چين مشرتابه په مستقيمه توګه ملاقات وکړ. او سربیره پر دې دا لومړی وار ؤ چي د کرونا پاندمي وروسته د چين ولمسمشر له هيواد څخه دباندي سفر وکړ.

کريملن دغه غونډه د «غربي سازمانونو» لپاره د يوې متبادلې غونډي په توګه وړاندي کړه. دا په داسي حال کي چي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د تايوان پر ملاتړ باندي بيجينګ ناراضه دی.
د شانگهای د همکاريو سازمان کي د افغانستان په اړه بحث
شي جين پينګ په اجلاس کي و ګډونوالو مشرانو ته وويل چي وخت را رسېدلی دی چي نړيوال نظام ته نوی شکل ورکول سي او د ډلو جوړولو سياست ته پای کښېښودل سي. هغه و غونډي ته وويل چي و نړيوال نظام ته د يو درست او عقلي استقامت ورکولو لپاره بايد چي په ګډه کار وسي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ عيسوي کال د لوېديځو هيوادونو د سياسي، اقتصادي او امنيتي سازمانونو  په مقابل کي جوړ کړل سو.

تبصره: چين او روس به په دغه کوښښ کي څومره بريالي سي؟

د آلمان ږغ دويچه وېله تحليل کوونکي کانسټانټين ايګرت وايي چي د شانګهای د همکارۍ سازمان به بريالی نه سي چي د لوېديځ په وړاندي مخالف اتحاد رامنځته کړي. 

اېګرټ په خپل تحليل کي زياته کړېده چي د امريکا د متحده ايالاتو د اغېز پر ضد د چين هڅې د پوتين د سرزروۍ په شان معلوميږي او پايله به يې ښايي هغسي تباه کوونکی وي.

اېګرټ د مختلفو لاملونو په ذکر کولو سره ويلي دي چي که د شانګهای د تعاون غړي هيوادونه د امريکا د متحده ايالاتو او غرب سره هر څومره مخالفت هم ولري، خو هغوی خپل تر منځ هم زيات اختلافات لري. په دې کي نه يوازي هند او پاکستان بلکه نور هيوادونه هم شامل دي چي تر منځ يې زياتي لانجې سته دي.

د آلمان ږغ د ياد تحليل کوونکي په وينا که د دغه سازمان د غړو هيوادونو حکومتونه د چين سره د همکارۍ غوښتونکي هم وي، خو په اکثرو ولسونو کي يې د چين پر ضد احساسات زيات دي. په دې ترڅ کي هغه د چين او قزاقستان مثال ورکړی دی چي په وينا يې ولسونه د چين په وړاندي سخت تحفظات لري.

د اېګرټ په وينا د ناټو او اروپايي اتحاديې په شان سازمانونه د دموکراسي، د قانون حکمرانۍ او ولسي خلکو د حقونو د تحفظ په شان مشترک ارزښتونه لري. په وينا يې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هيوادونه برعکس نه معلوميږي چي مشترک ارزښتونه ولري.

ش.ح./ا.ا./ا.خ.ح.