1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک افغانستان ته ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته تصويب کړه

۱۴۰۲ بهمن ۲۷, جمعه

د نړيوال بانک اجرايي هيئت د افغانستان لپاره د ۳۰۰ ميليونو ډالرو مالي مرسته تصويب کړې ده. دغه مرستې به د طالب چارواکو له کنټرول څخه دباندې مصرفيږي.

https://p.dw.com/p/4cTSa
IWF Logo, Schild
انځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance

د پراختيا او پرمختيا لپاره د قرضو د ورکړې نړيوالې ادارې نړيوال بانک د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۱۵) افغانستان ته د مرستو منل کېدل تائيد کړل. د دغه بانک په وينا د افغانستان لپاره ۳۰۰ ميليونه ډالره مرستې به د طالب چارواکو له کنټرول څخه دباندې وي.

پهافغانستان کې د ياد بانک د مصروفيت په ترڅ کې د «تګلاره ۳.۰» په نوم ياد شوي مصروفيت لپاره ياده قرضه هغه مرکزي برخه بلل شوې ده. د دغه پروګرام مقصد د نورو ترڅنګ د يوې سيمه ايزي بنسټيزي پروژې بيا پيلول دي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د طالبانو د بيا پر واک راتلو سره متوقف شوي وه.

ويل شوي چې نړيوال بانک به په راتلونکو ۱۵ مياشتو کې د نړيوالې پراختيا سازمان (IDA) ته ۳۰۰ ميليونه ډالره ورحواله کړي. ياد سازمان د نړۍ د تر ټولو شاته پاته هيوادونو سره مرسته کوي او د نړيوال بانک لخوا تمويليږي.

پيسې به نړيوالو سازمانونو ته ورکول کيږي

نړيوال بانک د خپل اجرايي هيئت لخوا د افغانستان لپاره د مرستو د منلو د فيصلې په هکله ويلي دي چې د پرېکړې له مخې به دغه پيسې ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو ته ورکول کيږي.

دغه بانک زياته کړې ده چې «د دغو پيسو په مرسته به مخ په وړاندې په ټول هيواد کې د بنيادي اړتياو د پوره کولو هغه پروژې تمويل شي چې د طالبانو د عبوري حکومتي ادارې تر کنټرول څخه دباندې دي.»

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې بيا پر واک راغلل، نو هغوی له اسلامي شريعت څخه سخت تعبير عملي کړ چې زياتره فشار يې پر مېرمنو دی. ملګرو ملتونو دغه چلن ته د «جنسيتي اپارتايد» نوم کارولی دی. په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په تړاو د طالبانو د چلن په غبرګون کې زياتو حکومتونو او نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې خپلې مرستندويه پروژې يا خو ودرولې او يا يې ورسره مرستې ډېرې راکمې کړې. دغه کار په افغانستان کې ډېرې جدي اقتصادي پايلې ولرلې.

نړيوال بانک اټکل کوي چې په ۲۰۲۱م کال د افغانستان اقتصاد تر ۲۰ فيصدو زيات کم شوی دی. د ۲۰۲۲م کال په هکله ويل شوي دي چې د افغانستان اقتصاد ۶ فيصده راکم شوی دی.

د خوراک نړيوال سازمان چې په افغانستان کې د غذايي مرستو ۹۰ سلنه تمويلوي، و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چې اټکل کوې چې دغه ژمۍ تقريبا ۱۶ ميليونه افغانان مرستو ته اړ دي چې ورڅخه ۲،۸ ميليونه يې د خوراک تر ناامنۍ لاندې ژوند کوي.

تمرکز به د مېرمنو سره پر مرسته وي

نړيوال بانک ويلي دي چې د «تګلاره ۳.۰» پروګرام کې به هم له طالب چارواکو سره د همکارۍ په ترڅ کې «پرنسپي تګلاره» تعقيبوي چې مقصد يې «په مرستندويه پروژو کې پر مېرمنو د تمرکز يقيني کول» دی.

نړيوال بانک د پنجشنبې په ورځ د ۱،۲ ميلياردو ډالرو په حجم نورې پيسې د «کاسا-۱۰۰۰» په نوم د پاکې انرژۍ پروژې ته ومنلې چې د افغانستان درې ګاونډي هيوادونه تاجيکستان، قرغزيستان او پاکستان پکښې برخه والي دي.

نړيوال بانک ويلي دي چې د مرستو په ترڅ کې به دا يقيني کړل کيږي چې د طالبانو نظام پکښې دخيل نه وي.

پر دغه ساحه د نظر لرونکي يو کس په وينا په افغانستان کې د طالبانو د بيا پر واک راتلو څخه تر مخه د نړيوال بانک ۸۰ همکاران په کار بوخت ول چې وروسته له دغه هيواد څخه ووتل. دغه کس زياته کړې ده چې له يادو ۸۰ کسانو څخه بعضي بېرته کابل ته ستانه شوي دي او هلته يې په کار پېل کړی دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (23.10.2018) يو انځوريز راپور: