1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې سياسي کړکېچ پر اقتصاد سخت اغیز کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

په پاکستان د حکومت له ړنګيدو سره سم د هيواد اقتصاد هم سخت ټکان خوړلی دی. د پاکستان د ونډو پر بازار هم د دې سياسي تحولاتو اغیز ډېر روښانه دی. په دې منځ کې د روان سياسي بحران په تړاو د سترې محکمې پريکړه هم ځنډيدلې ده.

https://p.dw.com/p/49UmC
Pakistan | Rupee
انځور: Imago stock&people

عمران خان د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل پر درېمه نېټه) ولسمشر عارف علوي ته د پارلمان د منحلولو وړاندیز وکړ. تر دې لږ وروسته ولسمشر د دې وړاندیز په منلو سره قامي اسامبلي منحل کړه.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د اسعارو او اسهامو په بازار کې تر ډېره حتی له سهاره ځنډ وليدل شو او دې لړۍ د ورځې تر پايه دوام وکړ.

د پاکستان د اسعارو د تبادلې د مرکز پخواني مشر ظفر موتي له دويچه ويله اردو سره په خبرو کې وويل: «د هيواد سياسي وضعيت او د تبادلې د نرخ د لوړيدو له کبله بازار سخت اغیزمن شوی دی. پانګوال وارخطا دي او هغوی د ونډو پلور ته په لومړيتوب ورکولو سره خپله سرمايه له بازار څخه باسي.»

په دې منځ کې د پاکستان سترې محکمې په دې تړاو خپله پریکړه هم سبا، چهار شنبې ورځې ته ځندولې ده چې آیا د پارلمان مرستيال مشر د بې باورۍ د تحريک په ردولو سره له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې او که څنګه.

په محکمه کې له دوشنبې ورځې راهيسې د عمران خان او همدا راز د اپوزيسيون د وکيلانو دلایل واوريدل شول. خو محکمې نن، سه شنبه وويل چې په دې تړاو نورو اوریدونو ته هم اړتيا ده او دا محاکمه به سبا يعني د چهار شنبې په ورځ هم دوام پيدا کړي.

ځیني کړۍ وايي چې د هيواد اقتصادي وضعيت لا دمخه هم خراب وو چې مسئوليت یې پر اوسني وضعيت اچول سمه نه ده. دوی زياتوي چې په هيواد کې هر بدلون، پېښه يا واقعه لومړی د ونډو بازار اغیزمنوي. دا ځل هم بازار پرسياسي وضعیت غبرګون ښوولي چې د تمې سره سم کار دی.

Pakistan Präsident Arif Alvi (R) und Premier Khan (L)
انځور: GHULAM RASOOL/AFP

د تبادلې په بازار کې د ډالر بې ثباتي

د ډالرو بيه هم په دوامداره توګه مخ پر زياتيدو ده. د سه شنبې په ورځ د کاروبار له پېل څخه د انتربانک يا بانکونو په خپل منځي بازار کې د ډالرو په بيه کې د يوې کلدارې او ۲۱ پېسو ډيروالی وليدل شو.

په لومړي ځل د يوه ډالر راکړه ورکړه د ۱۸۵ کلدارو او ۴۰ پېسو په لوړه بيه ترسره شوه.

د اقتصادي چارو کارپوه سميع الله طارق دويچه ويله اردو ته وويل: «له ډېرې مودې راهيسې وينو چې د پاکستان پولې واحد د ډالرو پر وړاندې د فشار ښکار دی، چې له وجې یې ډېر مالي زيان اوښتی دی.» نوموړی زياتوي: »صادرات خو مخ پر زياتيدو دي، خو واردات هم ډېر زيات دي. د حوالو منځنی مياشتنی حجم هم تر دوو ميليارډو ډالرو لوړ دی. موږ ډالر ته اړتيا لرو. د بانکونو او مالي تاسيساتو په خپل منځي بازار کې د ډالر تقاضا او بيه دواړه په دومداره توګه د لوړيدو په حال کې ده.»

بې ساري ډېر تجارتي زيان

د پاکستان د احصايې ادارې د شميرو په حواله د بهرني تجارت په برخه کې د پاکستان زيان تر ۷۰ زيات شوی دی. له جولای څخه د ۲۰۲۲م تر مارچ پورې د ۳۵ ميليارده او ۳۹ ميلیونه ډالرو تجارتي زيان اوښتی دی. په دې موده کې د ۵۸ میليارده او ۶۹ میلیونه ډالرو واردات ترسره شوي، په داسې حال کې چې د صادراتو بيه يوازې ۲۳ ميليارده او ۲۹ میلیونو ډالرو ته رسيږي.

د مشهور سياسي شنونکي طارق ظفر په حواله پر اوکراين د روسیې د يرغل له کبله په نړيوال بازار کې د اومو تېلو او نورو شيانو په بيو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی. دې پر پاکستان هم اغیز کړی دی.

د نوموړي په خبره د ګران بيه تېلو په رانیولو سره د پاکستان اقتصاد اغیزمن شوی دی. په نړيوال بازار کې د ډبرو سکرو او فولادو د بيو تر لوړيدو وروسته په پاکستان کې هم د دې شيانو قيمتونه لوړ شوي دي.

دغه کارپوه زياتوي چې دې څه په پاکستان کې انفلاسيون ډېر کړی دی. د هغه په خبره په مارچ مياشت کې د انفلاسيون کچه تر ۱۲ سلنه لوړه وه.

ب. ص/ ن. ز (رفعت سعيد، کراچۍ)