1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هولوکاست د يادون نړيواله ورځ څه ده؟

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

د جنورۍ ۲۷مه د هولوکاست د قربانيانو په ياد د خبرداري او يادون ورځ ده. آلمان دغه ورځ له ۱۹۹۶م کال راهيسې لمانځي، خو دغه ورځ ولې مهمه ده او ملګرو ملتونو په دې هکله کوم پرېکړه ليک تصويب کړی دی؟

https://p.dw.com/p/4MmuJ
د اوشويڅ د وژنې کمپ
د اوشويڅ د وژنې کمپانځور: Omar Marques/Getty Images

د ۲۰۰۵م کال په نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په 60/7 پرېکړه ليک سره د جنورۍ ۲۷مه د هولوکاست د قربانيانو نړيواله ورځ وټاکله.

دا اعلان يې وکړ چې »هولوکاست چې د يهودي ولس دريمه برخه او د نورو اقليتونو غړي پکې قتل شول، د ټولو وختونو له پاره به ټولو انسانانو ته د قهر، نه زغم، توکم پالنې او مخکنيو قضاوتونو د خبرادري دنده ولري.«ملګرو ملتونو له هولوکاست څخه د انکار د محکومولو پريکړه ليک تصويب کړ

آلمان او نورو هيوادونو دغه ورځ لا پخوا رسمي کړې وه. د ۲۰۰۶م کال د جنورۍ پر ۲۷مه چې د هولوکاست د يادون لومړۍ نړيواله ورځ وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان وويل: »د هولوکاست بې سارې تراژيدۍ پېښېدل بېرته نه راګرځي. يادون يې بايد د خجالت او کرکې په راپارولو سره ويښ وساتل شي، تر هغه پورې چې د انسان حافظه ژوندۍ وي.««پيغمبر ته سپکاوی او د هولوکاست منکر دې یو ډول مجازات شي»

د ۱۹۴۵م کال د جنورۍ پر ۲۷مې نېټې شوروي ځواکونو يعنې سره پوځ د نازيانو د راټولونې او وژنې کمپ اوشويڅ بيرکناو آزاد کړ. عسکرو هغه مهال يوازې لږ ژوندي کسان، د ګازي خونو کنډوالې، مړي او د وژل شوو کسانو ايرې وموندلې. يوازې په اوشويڅ کې تقريبا ۱،۱ ميليونه انسانان ووژل شول، چې اکثريت يعنې تقريباً ۹۰ سلنه يې يهودان ول او اوشويڅ يوازې يو له هغو ځايونو څخه و چې نازيانو پکې په اروپا کې خلک تعقيب کړي او په ډله ايزه توګه يې وژلي ول.

د ۱۹۴۵م کال تر می مياشتې پورې تر شپږ ميليونو زيات يهودان، په سلونو زره سينتي او روما، معيوب کسان، سياسي مخالفين، داسې کسان چې د همجنسبازو په توګه تعقيبېدل يا د مجرمينو او »غير اخلاقي« کسانو په توګه، جبري کارکوونکي، جنګي بنديان، د يهوه شاهدانو مذهبي ډلې غړي او بې شمېره نور کسان ووژل شول چې ټول د نازيانو د ترور ښکار شول.

کوفي عنان ټينګار وکړ: »دغه يادون د راتلونکي ضامن هم دی. هغه ګړنګ چې د نازيانو له خوا د وژنې په کمپونو کې رامنځ ته شوی و، له قهر، مخکنيو قضاوتونو او آنتي سميتيزم سره پيل شو. د دغو اصولي ټکو يادون موږ ته په ياد راولي چې تل د خبرداري په نخښو پسې لټون وکړو.«

د جنورۍ ۲۷مه د م.م. ټولو غړو هيوادونو ته دغه دنده ورسپاري چې تر تقيب لاندې او د وژل شوو نارینه وو، ښځو او ماشومانو ياد تازه وساتي. د ملګرو ملتونو 60/7 پرېکړه ليک له هولوکاست څخه هر ډول انکار ردوي. هغه د ښوونيزو پروګرامونو د ودې ملاتړ کوي او غواړي چې د راتلونکو نسل وژنو مخه ونيسي.

اندريا ګروناو/ن.ص./ن.ز.