1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو مسوده: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

ملګرو ملتونو په یوه پریکړه لیک کې چې لا تر اوسه تصویب سوی نه دی، له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو او نجونو پر وړاند سخت او مخ پر زیاتیدونکي بندیزونه ژر پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/4QcbL
USA UN-Sicherheitsrat
انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

د دغه پرېکړه ليک په مسوده کې د ملګرو ملتونو له پاره د افغان مېرمنو پر کار ممانعت غندل سوی دی.ملګرو ملتونو په یوه پریکړه لیک کې چې لا تر اوسه تصویب سوی نه دی، له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو او نجونو پر وړاند سخت او مخ پر زیاتیدونکي بندیزونه ژر پای ته ورسوي. د دغه پرېکړه ليک په مسوده کې د ملګرو ملتونو له پاره د افغان مېرمنو پر کار ممانعت غندل سوی دی.

د دغه پریکړه لیک په مسوده کې، چې د چهارشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس ته ورکړل سوې، په افغانستان کې «د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د بنسټیزو ازادیو مخ پر زیاتېدونکي کمښت په اړه ژوره اندیښنه څرګنده سوې او په افغانستان کې د ښځو پر »اړین نقش» بیا ټینګار سوی دی.

اړوند مطالب:ملګرو ملتونو طالبانو ته شرط ايښی دی

د پریکړه لیک په مسوده کې له طالبانو غوښتل سوي چې سمدستي د زده کړو، کارموندنې، د تګ راتګ ازادۍ او د ښځو او نجونو مساوي ګډون ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د دغه پرېکړه لیک مسوده د متحده عربي اماراتو او جاپان له خوا چمتو سوې او ټاکل سوې چې د امنیت شورا ۱۵ غړي د پنجشنبې په ورځ پرې رایه اچونه وکړي. ډیپلوماټانو ویلي دي چې روسیه او چین ښايي دغه پرېکړه لیک ته ممتنع رای ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې هغه وخت واک ترلاسه کړ کله چې امریکایي او ناټو ځواکونه له دوه لسیزو جګړې وروسته له افغانستان څخه ووتل.

 په پیل کې، دغې ډلې د ۱۹۹۶ او ۲۰۲۱ترمنځ د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په پرتله د معتدله حکومت ژمنه وکړه. خو پر ښځو او نجونو باندې له شريعت څخه د دوی د افراطي تعبيرونو تطبيق نړيوال حيران کړي دي.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او ښځې په ډېرو برخو کې له کار کولو، په عامه ځایونو او لوبغالو کې له ګډون څخه منع سوی دي.

په تېر دسمبر کې طالبانو په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او د اپریل په څلورمه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځینه کارکوونکو پر کار یې بندیز ولګاوه. ملګرو ملتونو د خپل پریکړه لیک په مسوده کې دا پریکړه «د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري» بللې ده.

اړوند مطالب:ملګري ملتونه د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړوي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا بندیز کولای سي د اړتیا وړ مرستو رسولو مخه ونیسي او د دې لامل سي چې ملګري ملتونه له افغانستان څخه ووځي.

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟

د روان کال د اپرېل له پنځمې نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو ۳۳۰۰ افغان کارکوونکي چې ۲۷۰۰ یې نارینه او ۶۰۰ یې ښځې دي، کارونو ته نه دي تللي او په کورونو کې ناست دي، خو د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوشاري ویلي چې د دوی کار به دوام ولري او معاشونه به یې ورکول کېږي.

اړوند مطالب:ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

 د ملګرو ملتونو ۶۰۰ نړیوال کارکوونکي چې ۲۰۰ ښځې هم په کې شاملې دي، د طالبانو له دې بندیز څخه اغېزمن سوي نه دي.

Hs/af (AP)