1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دونالد ترمپ محرم اسناد له ځان سره وړي دي»

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

په امریکا کې د ولسمشر اسناد او لیکونه باید آرشیف شي. خو د امریکا د ملي اسنادو دفتر ویلي دي چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د خپلې کاري دورې تر پای وروسته یو شمیر محرم اسناد له ځان سره خپل شخصي استوګنځای ته وړي دي.

https://p.dw.com/p/47HzE
Washington | Präsident Trump Statement Operation Warp Speed
انځور: Carlos Barria/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د اسنادو ملي دفتر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسیدو وروسته، دولتي اسناد چې د سري یا محرمو اسنادو په توګه طبقه بندي شوي وو، په فلوریدا ایالت کې خپل شخصي استوګنځای ته له ځان سره وړي دي.

د ملي آرشیف دفتر مشر دیوید فریرو، د امریکا د کنګرې د نظارت کمیټې ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې د ملي آرشیف دفتر د ضبط شوو اسنادو په باره کې د امریکا عدلیې وزارت ته اطلاع ورکړې ده.

په دې وروستیو کې اعلان شوی و چې ملي آرشیف ۱۵ کارتنه رسمي اسناد په فلوریدا ایالت کې د ترمپ په مارآلاګو املاکو کې تر موندنې وروسته بیرته واشنګټن ته سپارلي دي.

فریرو وویل چې دغه اسناد د ملي امنیت اطلاعاتو پورې اړوند و چې د محرم اسنادو په توګه طبقه بندي شوي دي. په امریکا کې د جمهور رئیس اسناد او مکتوبونه آرشیف کیږي، څو د راتلونکو ولسمشرانو له پاره محفوظ وساتل شي.

د امریکایي رسنیو د رپوټ پر بنسټ، په دغو جعبو یا کارتنونو کې د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون او تر ترمپ مخکې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما خطونه هم موجود ول.

ترمپ ملي آرشیف ته د دغو جعبو انتقالول تائید کړي دي او ویلي یي دي چې دغه اسناد بی له هیڅ ډول مشکل څخه سپارل شوي دي.

خو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ترمپ د دغو اسنادو له سپارلو څخه ډډه کوله او یوازې له اوږدو خبرو اترو وروسته یي ومنله چې اسناد بیرته ملي آرشیف ته وسپاري.

د امریکا د ملي ارشیف دفتر د دغه هیواد کنګرې ته په استول شوي لیک کې دې موضوع ته اشاره کړې ده چې یو شمیر اسناد چې د ترمپ د ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسیدو وروسته ملي آرشیف ته سپارل کیدل، د پخواني ولسمشر له خوا څیرې کړای شوي ول. ځینې شکول شوي اسناد بیا د سپینې ماڼۍ د کارمندانو له خوا ترمیم او په تکه تکه شکل سپارل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح