1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

د یوه افغان په وژنه تورن آسترالیايي سرتیری په ضمانت آزاد شو

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

د استرالیا یوه قاضي د یوه ملکي افغان د وژنې په تور د آسترالیا د ځانګړو ځواکونو نیول شوی سرتیري د ضمانت په بدل کې د آزادولو پریکړه کړې. قاضي استدلال کړی چې هغه زندان کې د مسلمان تندلارو له لوري له خطر سره مخامخ کیدی شي.

https://p.dw.com/p/4PLui
Afghanistan Kabul | Australischer Soldat beobachtet Black Hawk Hubscharuber
انځور: Paul Miller/EPA/picture alliance

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۸مه) په آسترالیا کې د محکمې یوه قاضي د ضمانت په بدل کې د آسترالیا د ځانګړو ځواکونو د هغه سرتیري د آزدولو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د یوه ملکي افغان وګړي د وژلو په تورن شوی وو. د محکمې قاضي د یادې پریکړې په هکله ویلي چې هغه په زندان کې د مسلمان تندلارو له لوري له خطر سره مخامخ کیدی شي.

د اولیفر شولز په نامه دغه ۴۱ کلن سرتیری د آسترالیا په سوت ویلز په یوه لیرې سیمه کې د تیرې اونۍ راهیسې د جنګي جرم او قتل له کبله په توقیف کې وو. د نوموړي مدافع وکیل فیلیپ بولټن، پرون د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳کال د مارچ پر ۲۷مه) د آسترالیا په سیډنې ښار کې د ضمانت درخواست وکړ او استدلال یې کړی چې د آسترالیا د هوايي ځانګړو ځواکونو د کنډک دغه پخوانی سرتیری په زندان کې د مسلمان سخت دریځو زندانیانو له لوري له خطر سره مخامخ کیدی شي او له همدې کبله باید له نورو زندانیانو جلا وساتل شي.

په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۰۱م کال د دسمبر پر لسمه استرالیايي سرتیري ځای پر ځای شول.
په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۰۱م کال د دسمبر پر لسمه استرالیايي سرتیري ځای پر ځای شول. انځور: Australian Defenses Forces/dpa/picture alliance

بولټن وویل: «کله هم چې دغه کس زندان ته واچول شي، هغه ښايي په زندان کې له نورو زندانیانو سره ګډ وساتل شي، داسې زندانیان چې ښايي له طالبانو او یا د اسلامي دولت له ډلې سره خواخوږي ولري.» د محکمې قاضي جنیفر اتکینسون د اولیفر شولز ضمانت منلی دی او په زندان کې له احتمالي خطرونو سره یې موافقت ښوولی دی.

شولز د آسترالیا په ګولبرن کې چې د سیډنې جنوب ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د لوړ امنیت لرونکي په یوه زندان کې ساتل کیدو. په استرالیا کې ګڼ شمیر خطرناک زندانیان او ترهګر په همدې زندان کې ساتل کیږي. پر شولز تور دی چې هغه احتمالاً د افغانستان په اروزګان ولایت کې د داد محمد په نامه یو ملکي کس په داسې حال کې چې د غنمو په پټي کې په ګونډو پروت وو او لاسونه یې هم پورته کړي وو، درې ډزه ویشتلی دی.

د دغې پیښې ویډیويي فیلم د شولز د خولۍ د کامرې په واسطه ثبت شوی چې په ۲۰۲۰م کال کې د استرالیايي خپرندويي شرکت له لوري خپور شوی وو او اوس دغه فلم د نوموړي د دوسیې برخه ګرځیدلې دی. د داد محمد پلار د آسترالیا دفاع وزارت ته بیا ویلي چې ځوی یې د سر په برخه کې په ډزو ویشتل شوی دی.

د استرالیا یادې محکمې د شولز د کورنۍ او د اوسیدو د ځای په هکله معلومات نه دي خپاره کړی. شولز په ۲۰۲۰م کال کې د آسترالیا د دفاعي ځواکونو له لیکو د روغتیايي دلایلو له کبله اخراج شو او د استرالیا د ځواکونو په ډله کې لومړنی سرتیری دی چې په آسترالیا کې د جنګي جرمونو په تور محکمه کیږي. که چیرته پر نوموړي دغه تور ثابت شي، هغه عمري بند ګواښي.

اسوشیتید پریس / خ.ح / ب.ص