1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند؛ د مندر د پېښې د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د هند یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د هند یوه مندر کې د يوې زينه لرونکې څاه د چت ماتيدو له امله د مړو کسانو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4PYDT
د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پل
د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پلانځور: AP Photo/picture alliance

 ویل شوي، دغه مندر چې ور لاندې يو زينه لرونکې څاه پرته ده، د فرش له ماتېدو وروسته یې ډېر خلک هماغې کوهي ته غورځېدلي دي. هندوستان عمومآ زینه لرونکي کوهیان لري، چې پر دغو زینو ورښکته کېدو سره اوبه اخیستل کېدای شي.

د ایندور سیمې یوه ځايي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دغې پېښې کې ۳۵ کسان مړه او یو بل تر اوسه ورک دی. د پېښې یوه عیني شاهد فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د مرستو ډلګۍ هڅه کوي، ورک شوی کس ومومي.

د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پل
د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پلانځور: Javed Dar/Xinhua/picture alliance

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د خبر له مخې، د پېښې قربانیانو کې مېرمنې، ماشومان او یو ۱۸ میاشتنی ماشوم شامل و، چې د معبد پر فرش ولاړ و او کله چې فرش مات شو، ټول د کوهي اوه نیم متره اوبو کې ډوب شول.

هند: راهول ګاندي له پارلمان څخه وايستل شو

د هند لومړي وزیر نریندا مودي د پنجشنبې پر ورځ د دغې پېښې په اړه د خبرونو په اورېدلو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایالتي حکومت د مرستې او ژغورنې کار په چټکۍ سره مخکې وړي. د مودي دفتر ویلي، چې د دغې پېښې قرباني کورنیو ته ۲سوه زره هندۍ روپۍ، چې ۲۴۰۰ امریکايي ډالر کېږي، د زیان د جبران په توګه ورکول کېږي.

د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پل
د هند اندور، د مندر ړنګ شوی پلانځور: Xinhua/picture alliance

د پنجشنبې پر ورځ ځايي چارواکیو ویلي وو، چې ۲۵ کسان د مذهبي مراسمو پر مهال د مندر د فرش چې د څاه چت وو، له ماتېدو وروسته کوهي ته غورځېدلي دي.

د مادیا پردېش ایالتي وزیر ناروتام میشرا ویلي، چې څېړنې پیل شوي، څو د دغې پېښې لامل پیدا کړي. په ټلوېزیوني انځورونو کې مرسته رسوونکي ښکاري، چې په پړو او زینو سره هڅه کوي، کوهي ته غورځېدلي کسان وژغوري. په ځینو نورو ویډیوګانو کې بیا د مندر مات شوی فرش او کاږه شوي اوسپنیز سیخان لیدل کېږي.

هند: پوليسو درې تنه د غويي غوښو شخړه کې نيولي، يو تن وژل شوی

دې مندر ته ورغلي کسان لکه په هند کې د نورو میلیونونو کسانو په څېر د رام ناوامي جشنواره کې د ګډون په موخه په ایندور کې دې مندر ته ورغلي وو.

PA/OD/af(AFP)