1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دويچه ويلي د ګرځنده ټليفون دلاري

۱۳۸۵ فروردین ۲۱, دوشنبه

سرله نن څخه د دويچه ويلي پښتو انټرنيټي مطالب پخپل ګرځنده تليفون کي هم لوستلای، کتلای او اوريدلای سی.

https://p.dw.com/p/DKdD

هروخت او په هرځای کي تر ټولو ښه معلومات تر لاسه کړی.

د دې لپاره تاسو د (GPRS/UMTS) له لاري د خپل ګرځنده تليفون او انټرنيټ سره ارتباط ته اړتيالری. وروسته له دې تاسو زموږ دغه انټرنيټي ادرس (http://mobile.dw-world.de/pashto ( خپل ګرځنده تليفون ته په ورکولو سره زموږ و خپرونو ته لاس رسی پيداکولای سی.

که ستاسو ګرځنده تليفون UTMS/EDGE ارتباط ولري، نو تاسو زموږ اوډيو او ويډيو او ژوندۍ راډيويي او تلويزيوني خپروني هم اوريدلای او ليدلای سی.

دغه اسانتيا زموږ له لاري په وړياتوګه وړاندي کيږي. خو په پام کي ولری چي ستاسو د ګرځنده تليفون او انټرنيټ د ارتباط لپاره پر تاسو باندي لګښت راځي.

ددې لپاره چي تاسو هر وخت زموږ د انټرنيټي پتي ليکلو ته اړتيا پيدانه کړی، نودغه پته يو ځل پخپل ګرځنده تلفون کي خوندي کړی.