1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د یورانیمو د غني کولو پر وړاندې باید سره کرښه وکاږل شي»

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه

د اسرائیلو لومړي وزیر ملگرو ملتونو ته د وینا پر مهال له ځان سره د یوه بم انځور لاره. هغه د انځور له ښودلو سره وویل چې نړیوال باید د ایران د اتومي پروگرام له پاره یو حد وټاکي او پر وړاندې ئې باید یوه سره کرښه وکاږي.

https://p.dw.com/p/16GoZ
انځور: Getty Images

اسرائیل په دې باور دئ چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي. د دې هیواد ولسمشر بنیمین نتانیاهو، وویل چې که ایران اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي نو بیا به د نړیوالو د مخنیوونکو سیاست پروا و نه کړي. هغه زیاته کړه چې دا به یو ډیر خطرناکه وضعیت وي. هغه وړاندیز وکړ چې د ایران د یورانیمو د غني کولو د پروسي له پاره باید یو سرحد وټاکل شي او هغه باید د یوې سرې کرښې په مرسته مشخص شي.

د اسرائیلو لومړي وزیر زیاته کړه چې دغه شان سرې کرښې د جگړو لامل نه کیږي بلکې د هغوی مخه نیسي:

«اسرئیل له متحده ایالاتو سره د دې موضوع پر سر د خبرو اترو په حال کې دئ او زه باور لرم چې موږ به په گډه یوې پایلې ته ورسیږو.»

ایران وایي چې اتومي پروگرام ئې یوازې سوله ییزه موخې لري. په وروستیو کې داسې گمانونه رامنځ ته شوي دي چې اسرائیل غواړي د ایران پر اتومي بټيو باندې برید وکړي. اسرائیل اتومي وسلو ته د ایران لاسرسی د خپل ځان له پاره یو لوی گواښ گڼي. هغوی د دې خبرې له پاره د استدلال په توگه وایي چې ډیری ایراني مشران په دې باور دي چې اسرائیل باید د نړۍ له نقشې څخه وایستل شي.

محمود عباس په ملگرو ملتونو کې د پوره غړیتوب په اړه وغږید

تر نتانیاهو مخکې د فلسطین مشر محمود عباس، خبرې وکړې. عباس په خپلو خبرو کې د اسرائیلو له خوا د کورونو جوړولو ته اشاره وکړه. عباس وویل چې د اسرائیلو له خوا د کورونو جوړولو «دا خبره ثابته کړې ده چې اسرائیل نه غواړي د منځیني ختیځ شخړه د دوو هیوادونو په جوړیدو سره حل شي.»

عباس همداراز په ملگرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب په اړه خبرې وکړې. فلسطین اوس د ملگرو ملتونو د دایمې ناظر په توگه پیژندل کیږي خو د فلسطین چارواکو تیر کال هڅه وکړه چې د ملگرو ملتونو پوره غړيتوب تر لاسه کړي. پوره غړیتوب نو په دې معنی ده چې ملگري ملتونه فلسطین د یوه مستقل هیواد په توگه په رسمیت پیژني.

عباس وویل چې هغه یو ځل بیا په دې اړه خبرې اترې پیل کړي دي چې د ملگرو ملتونو د پوره غړیتوب د ترلاسه کولو له پاره خپله عریضه وړاندې کړي.

مسعود جهش (رویترز، اسوشیتد پرس، د المان خبري آژانس، د فرانس خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض

محمود عباس
محمود عباسانځور: AFP/Getty Images