1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان او افغانستان تر منځ د تړون پښتو متن

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

ولسمشر کرزي او د المان لومړۍ وزيري نن (۲۰۱۲ کال د می ۱۶) په برلين کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو سند لاسليک کړ. ددې متن پښتو لنډيز دلته لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/14wf1
انځور: Reuters

د المان د فدرال جمهوریت د دولت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو تړون.

د المان د فدرال جمهوریت دولت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت (تردې وروسته په دې تړون کي د تړون کوونکو اړخونو په توګه یادیږي)

په دې سند کي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د المان د فدرالي جمهوریت د تاریخي دوستانه اړيکو یو ځل بیا پخلی کيږي، چي ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته دوه اړخیزه درناوی او د ملگرو ملتونو د قوانینو پر بنسټ ولاړدي.

په ۲۰۱۰ کال کي د کابل په کنفرانس کي د افغان حکومت له خوا د ښه حکومت دارۍ، د قانون د حاکمیت، د سولي د راوستلو، دیموکراسۍ د پلي کولو، د عامه سکتور د ریفورم او د نړیوالي ټولني او افغان حکومت په همکاريو کي د دوه اړخیزه شفافیت په پام کې نیولو سره،

د تروریزم او د افراطي تاوتریخوالي له خوا په افغانستان کې د موجودو گواښونو په پام کې نیولو سره او په دې هدف چي افغانستان به یوځل بیا د تروریزم له پاره په یوه امن ځای باندي بدل نه شي،

په دې هدف چي یو با ثباته، دیموکرات افغانستان چي د پرمختگ په حال کي اقتصاد ولري، او پکښي د ښځو او ماشومانو د حقونو په گډون د بشري حقونو له پاره درناوی موجود وي او د ازادو رسنیو او مدني ټولني د نقش په پام کي نیولو سره،

د خلکو د تاریخي اړیکو او مشترکاتو په پام کی نیولو سره،

په دې هدف چي د افغانستان او ناټو، افغانستان او اروپایي اتحاديې تر منځ ستراتیکي همکارۍ پیاوړي شي،

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په میاشت کي د بن په کنفرانس کي د شوو پریکړو په پام کي نیولو سره، له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیت د لیږد د بهیر تر بشپړیدو وروسته له یوه باثباته افغانستان سره د اړیکو د درلودلو له پاره،

د افغانستان او المان تر منځ د ۱۹۲۶ کال د مارچ د میاشتي پر دریمه نیټه د دوستۍ د تړون په پام کي نیولو سره،

د ۱۹۵۸ کال د جنورۍ د میاشتي پر ۳۱ نیټه د تجارتي مالونو د لیږد په اړه د تړون په پام کي نیولو سره، د ۱۹۵۸کال د جنورۍ د میاشتي د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د تړون په پام کي نیولو سره، د ۱۹۶۱ کال د اپریل د میاشتي پر ۱۸ د فرهنگي تړون په پام کي نیولو سره، د ۱۹۷۷ کال د مالي مرستو د تړون په پام کي نیولو سره، د ۲۰۰۲ کال، ۲۰۰۳ کال، ۲۰۰۵ کال، ۲۰۰۶ کال، ۲۰۰۷ کال او ۲۰۰۸ کلونو د موافقو په پام کې نیولو سره،

او د افغانستان او اروپايي اتحاديي تر منځ د ستراتیژیک تړون د ضمیه او تکمیلولو په موخه،

موافقه کوي چي:

لومړۍ ماده
سیاسي همکاري

تړون کوونکو اړخونه (افغانستان او المان) به په ۲۰۱۱ کال کي د بن د کنفرانس د پایلو پر بنسټ خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي. دغه خبري اتري باید د دوه اړخیزو همکاریو پر اساس، سيمه ييزو او نړیوالو موضوعگانو په پام کي نیولو سره، پر ښه دولتدارۍ او بشري حقونو باندي ډیر ټیگار وکړي.

دوهمه ماده
د امنیت په برخه کي همکاري

۱ – په پوځي برخه کي همکاري باید د روزني او کلني دوو اړخیزو پروگرامونو په لاره اچولو سره پلي شي. په دواړو برخو کي به هر کال د موجوده امکاناتو په پام کي نیولو سره، او د تیرو پرگرامونو د مؤثریت په پام کي نیولو سره بحث وشي. د پوځي روزنې په برخه کي همکارۍ په المان کي د افغان سرتیرو روزنه هم شاملیږي. په کلنیز پروگرامونو کي المان ته د لوړپوړو چارواکو سفر او د بېلابېلو موضوعگانو په اړه خبري اتري شاملې دي. په المان کي د افغان ځواکونو د اوسیدو په اړه، د سري معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه او په افغانستان کي د میشتو الماني سرتیرو د وضعیت په اړه به جلا جلا تړونونه وشي.

۲ – دواړه اړخونه به د موجوده تړونونو په پام کې نیولو سره په ۲۰۱۱ کال کي د بن د کنفرانس د پریکړو په پام کي نیولو سره د افغان پولیسو روزني ته دوام ورکړي.

دریمه ماده
پرمختیایي همکارۍ، مدني بیارغونه، روزنیزي همکارۍ

۱ – په ۱۹۵۸، ۱‍۹۷۸، ۲۰۰۵ کلونو تړونونه باید ژر د پرمختیا په برخه کې په یوه تړون باندي بدل شي.

۲ – د پرمختیایي تړون اصلي تاکید باید پرلاندي مسائیلو باندي وي:

۱. پایداره اقتصادي پرمختگ
۲. مسلکي زده کړي
۳. د انرژۍ د برابرولو
۴. د اوبو په سکتور کي
۵. ښه دولتداري

۳ – د افغانستان او المان تر منځ د پرمختیايي تړون سیمه ییز او سکتوري تأکید باید د دولتونو په منځ کي پر خبرو اترو او پرمختیايي همکاریو باندي وي.

۴ – د اوږد مهاله همکاریو د لاس ته رواړلو له پاره د المان فدرالي حکومت باید د افغان حکومت ملاتړ وکړي او پر لاندي برخو باند تاکيد وکړي:

۱. لوړي زده کړي
۲. روغتیا
۳. د قضايي سیستم پرمختگ
۴. د ملکي هوا نوردۍ سکتور

۵ – په راتلونکې کي هم کیدای شي چي دواړه هیوادونه په نورو برخو کي هم سره همکاري وکړي.

څلورمه ماده
اکادمیک او فرهنگي همکارۍ

۱ – د ۱۹۶۱ کال د تړون په پام کي نیولو سره دواړه هیوادونه باید په فرهنگي برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

۲– اکاډمیکي همکارۍ باید په لوړو زده کړو، څېړنو، لابراتوارونو، کتابتونونو او نورو برخو کي وي.

۳ – دواړه اړخونه باید د خپلو قوانینو له مخي یو بل ته پخپلو هیوادونو کي د تبلیغاتو اجازه ورکړي. دواړه اړخونه باید یو بل ته پخپل هیواد کي د اکاډمیک سازمانونو د جوړولو ملاتړ وکړي.

۴ – دواړه اړخونه باید د تاریخي اثارو ساتنه وکړي.

۵ – دواړه اړخونه باید د فرهنگي توکو د غیر قانوني تجارت مخه ونیسي.

پنځمه ماده
اقتصادي همکارۍ

۱ – دواړه اړخونه به د موجوده قراردادونو له مخي خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي.

۲ – دواړه اړخونه موافقه کوي چي یو د بل له خوا په استعمال شوي وسایلو کي سهولت رامنځ ته کړي چي پانگونه او تجارت تشویق شي. له دې لاري به د دواړو هیوادونو اقتصادي اړیکي پیاوړي شي. په دې برخه کي په خاصه توگه لاندي برخي شاملي دي:

۱.د صادراتو تمویل.
۲. د صادراتو د کریدت بیمه.
۳. پانگونه، له کوچنیو او لویو پانگونو ملاتړ.
۴.عادلانه تجارتي پالیسي او د هغې پلي کول.

۳ – د دواړو هیوادونو پانگوال او سوداگر سفرونه کولای شي چي د دغو اړیکو په ښه کولو کي لا ښه رول ولوبوي.

۴ – دواړه هیوادونه دا خبره یو واري بیا د ۲۰۱۱ کال د جون د شلمي نېټې د تړون (د کانونو په برخه کي د افغانستان او المان تړون) د پلي کولو ژمنه کوي.

۵ – د المان حکومت به افغان حکومت ته په اقتصادي چارو کې مشوره ورکولو ته دوام ورکړي.


شپږمه ماده
د ملکي هوايي سکتور په برخه کي همکاري

۱ – دواړه اړخونه باید په راتلونکې کي داسي تدابیر وڅېړي چي د افغانستان له ملکي هوايي سکتور څخه ملاتړ وشي.

۲ – دې هدف ته د رسیدو له پاره باید دواړه اړخونه داسي موافقو ته ورسیږي چي له مخي ئې په افغانستان کي ملکي هوایي پرمختگ وکړي. په دې برخه کي لاندي موضوعگاني شاملې دي:

۱. د ملکي هوایي سکتور د اعتبار رامنځ ته کول او شته اعتبار ته پراختيا ورکول
۲. د هوایي حادثاتو د یوې ادارې جوړول.
۳. لومړنۍ او پرمختللي روزني.
۴. د ICAO جوړول.
۵. د هوایي ډگرونو د عملیاتو تنظیمول.

اوومه ماده
د همکارۍ په برخه کي د افغانستان او المان د حکومتونو کاري ډله

۱ – دواړه اړخونه به د همکارۍ په برخه کي د افغانستان او المان د حکومتونو کاري ډله جوړه کړي.

۲ – د همکارۍ په برخه کي د افغانستان او المان د حکومتونو کاري ډله به د دې تړون پلي کیدل وڅاري.

اتمه ماده
د همکاریو بنسټونه

۱ – دواړه اړخونه باید د خپلو همکاریو د کولو له پاره واضیح شرایط وټاکي. د افغانستان حکومت باید د المان حکومت له هغو تدابیرو ملاتړ وکړي چي د دې تړون له مخي پلي کیږي. دواړه اړخونه باید د دې تړون د محتویاتو په اړه اړونده ادارو ته پر وخت بشپړ معلومات ورکړي.

۲ – دواړه اړخونه کولای شي چي پر ذکر شوو مواردو سربیره په نورو برخو کي هم سره همکاري وکړي. د دې کار له پاره باید نور تړونونه لاسلیک شي.

۳ – د غوښتني په صورت کي باید دواړه اړخونه له دیپلوماتیکو لارو د دې تړون د پلي کولو مسئولین یو بل ته وروپیژني.

نهمه ماده
وروستۍ مادې

۱ – دغه تړون به تر لاسلیکیدو وروسته نافذ شي.

۲ – دغه تړون به تر نافذیدو وروسته د پنځو کلونو له پاره د اعتبار وړ وي. تر هغه وروسته به د پنځو نورو کلونو له پاره هم تمدید شی. خو که له دواړو اړخونو څخه یو اړخ د دې سند د فسخه کولو وړانديز په لیکلې بڼه یو کال مخکي بل اړخ ته واستوي نو دا تړون له منځه ځي. د دې تړون د فسخه کیدو د غوښتني وخت له هغه وخته پیلیږي چي بل اړخ ته دا درخواست په لیکلې بڼه د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې ورسیږي.

۳ – که چیري دواړه اړخونه وغواړي دا تړون اصلاح کیدای شي.

۴ – دواړه اړخونه باید له دیپلوماتیکو لارو د دغه تړون د پلي کیدو له کبله رامنځ ته شوي اختلافات له منځه یوسي.

۵ – دا تړون به د المان له خوا په ملگرو ملتونو کي ثبت شي. دواړه اړخه به په ملگرو ملتونو کي د دې سند د ثبت د نمبر په اړه تر ثبتیدو وروسته خبر تر لاسه کړي.

دا تړون په الماني، انگلیسي، پښتو او دري ژبو باندي په برلین کي د ۲۰۱۲ کال د می د میاشتي پر ۱۶مه نېټه لاسلیک شوی دئ. په هغه صورت کي چي په پښتو، دري او الماني متنونو کي توپیر وي باید انگلیسي متن ته مراجعه وشي.