1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شفيق مريد له زړه، زړونو ته سندري وویلې

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه

تيارې د مازيګر لمر د اسمان له څنډو څخه په تېښته مجبور كړى وو. د رڼې ورځي پاى ته څو شېبې پاته وې او شپه د خپل تور څادر په غوړولو اخته وه. خو تیارې په مزار شریف کې د سولي د سندرو مخه و نه نیوله.

https://p.dw.com/p/14Vfh
انځور: DW

د جمعې په ورځ د مزارشریف په ښار کې د نوروز د جشن په وياړ په زرونو ځوانانو، نجونو او زړو د سولي او يووالي په نامه د ځوان سندرغاړي شفيق مريد، سندرو ته لاسونه وپړكول.

د شفیق مرید د کنسرت د انځورونو البوم دلته وگورئ

۳۳ كلن سيد حكيم، چې د مريد سندري ئې پر اورېدو سربېره په خپل موبايل كې هم ثبتولې وويل، چې ډېر خوښ دئ چې په ارامه او سوله یيزه فضا كې د يوه افغان سندرغاړي سندري په وړيا توګه په ژوندۍ بڼه اوري.

نوموړي زياته كړه چې له نن څخه كابو يوولس كاله مخكي وخت ئې ښه په ياد دئ چې د سندرو په غږولو بنديز لگېدلی وو:

«زما هغه وخت لا نه دئ هېر چې د طالبانو له وېري به چا په خپل كور كې په ټيپ كې هم سندري نه شوای اورېدلای. خو نن زموږ سندرغاړي لويو ښارونو ته سفرونه كوي او په ميدانونو كې سندري وايي.»

سيد حكيم ته د مريد د كنسرت ټولو سندرو خوند وركړى وو خو د «دا افغانستان سرلوړى هېواد، ښاد دي وي اباد...» سندره ئې له ځانه سره زمزمه كړه او ويويل چې په دې سندره كې له وطن سره د ميني ستر پيغام پروت دئ.

نوموړي زياته كړه چې دغه ډول سندري په ځوانانو كې له وطن سره د ميني احساسات راپاروي، خلک سولي ته رابولي او د جنګ لمن ټولوي.

په همدې حال کې كنسرت ته راغلوو يو شمېر ځوانانو بيا ويل چې دوى خوښ دي چې د افغانستان موسيقي دومره پرمختګ كړى دئ چې دوى ئې اورېدو ته زړه ښه كوي.

كنسرت ته راغلي ۲۱ كلني سلما اغازداه وويل چې له نن نه پنځه كاله مخكې افغاني موسيقي د هېواد د نورو اړخونو په څېر دومره پرمختګ نه وو كړى. دې زياته كړه: «زما يادېږي چې له نن څخه پنځه شپږ كاله مخكې به زموږ په كور كې د ايراني او هندي سندرو کسيټونه ډېر ول. خو نن داسي نه ده، زموږ د كور ډېرى غړي اوس خپله افغاني موسيقي اوري.»

د هغې په قول ورته كنسرتونه به افغاني موسيقي لا پسې د عامو خلكو تر غوږونو ورسوي، مينه وال به ئې زيات شي او د سيمي په كچه به اورېدونكي پيدا كړي.

سلما د مريد له كنسرت څخه خوښه وه او هيله ئې درلوده چې نور سندرغاړي هم مزارشريف ته راشي او ورته كنسرتونه وركړي.

شفيق مريد د افغانستان له ځوانو سندرغاړو څخه دئ چې د خپل تېر څو كلن بهير په ترڅ كې ئې د خپلو پښتو او دري سندرو له لاري د ډېرو افغانانو زړونو ته لار پيدا كړې ده. نوموړي وويل چې دا لومړى ځل دئ چې مزارشريف ته سفر كوي او كنسرت وركوي:

«زه د سولي او يووالي په نامه راغلى يم. زه هڅه كوم چې د خپلو سندرو له لاري افغانان سره نزدې كړم.»

د هغه په قول دی ډیر خوشحاله دئ چې د خپلو افغانانو له پاره د خوښۍ او يووالي سندري وايي.

د بلخ ولايت چارواكي ورته كنسرتونه د افغاني موسيقي د پرمختګ په برخه كې ښه ګام بولي او وايي چې له داسي کنسرتونو سره خلک د سوله یيز ژوند په معنی پوهېږي چې د هغوی په اند دا تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس صالح محمد خليق، وويل چې دوى هر كال د نوروز د جشن په اوږدو كې د يو لړ فرهنګي مراسمو په ترڅ كې هنري پرواګرامونه هم لري.

نوموړي زياته كړه چې د شفيق مريد كنسرت د ۱۳۹۱ لمريز کال د نوروز جشن يو هنري اړخ وو چې د بلخ او شاوخوا ولايتونو په زرونو اوسېدونكو، چې ډېرى ئې ځوانان ول برخه پکښې واخيسته.

د هغه په وينا د داسي كنسرتونو ګډونكونكي چې په ارامه فضا كې سندري اوري، پر سوله یيز ژوند ئې باور راځي.

د اطلاعات او فرهنګ رئيس وويل چې سندرغاړي بايد د خلكو د فكر د بدلون هڅه وكړي چې تر ټولو ښه لاره ئې د سولي  او وطن د ميني په اړه سندري ویل دي.

مصطفې/ مزارشريف
کتونکی: مسعود جهش