
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، ویلي دي چي هیواد به ئې د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي وروسته د افغانستان په جگړه کي ډیره ونډه و نه لري.
ناټو او متحده ایالاتو تر دې مخکي پریکړه کړي وه چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به خپل ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي. په پلان کي ده چي تر دغه وخت وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
پنیټا د ناټو د دفاع د وزیرانو تر غونډي مخکي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د رول د بدلولو خبره کړې ده.
په پلان کي ده ده چي ناټو به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال پوري راوباسي.
واشنگټن پوست د پنیټا په حواله لیکلي دي چي امریکا غواړي په ۲۰۱۳ کال کي د افغانستان د امنیت د لیږد بهیر بشپړ کړي. پنیټا هیله څرگنده کړې ده چي د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پوري به دغه بهیر پای ته ورسیږي. هغه ویلي دي چي پاته وخت به په افغانستان کي د امریکایی ځواکونو د رول د بدلولو له پاره وکارول شي.
دا په داسي حال کي ده چي د واشنگټن پوست ورځپاني د یوه بل امریکایي چارواکي په حواله لیکلي دي چي لا تر اوسه پوري هیڅ څه هم روښانه نه دي. دغه چارواکي چي له واشنگټن پوست سره ئې د نوم د نه اخیستلو په شرط خبري کړي دي زیاته کړې ده چي له افغانستان څخه د ځواکونو د راوتلو د څرنگوالي په اړه به د روان کال په مي میاشت کي د ناټو په راتلونکي غونډه کي چي په شیکاگو کي جوړیږي، پریکړه وشي.
پنیټا ویلي دي چي دا چي امریکایي ځواکونه تر وخت مخکي په افغانستان کي خپل جنگي رول کموي د دې معنی نه لري چي ټول امریکايي جنگي ځواکونه به تر ټاکل شوي نیټې مخکي له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړې ده چي د ۲۰۱۳ کال له نیمایي وروسته به هم ځیني امریکايي جنگي ځواکونه په افغانستان کي پاته شي او آن په جنگي عملیاتو کي به ونډه ولري.
سرکوزي ویلي دي چي د ناټو نور غړي به هم دې ته وهڅوي چي له افغانستان څخه له وخت مخکي راووځي.
پنيټا په داسي حال کي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د تر وخت مخکي جنگي رول د ختمیدو په اړه خبري کوي چي فرانسی اعلان کړی دئ چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي.
فرانسي له هغه وروسته دا پریکړه وکړه چي یو افغان سرتیري د کاپیسا په ولایت کي پر خپلو فرانسوي روزونکوي ډزي وکړی او د هغوی له ډلي څخه ئې څلور کسان ووژل.
د فرانسي ولسمشر همداراز ویلي دي چی د ناټو له نورو غړو څخه به هم وغواړي چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوری له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي.
مسعود جهش (رویترز، فرانس پرس. دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل