دغه نندارتون د روان کال د جنوري د میاشتي په پنځه نیټه پیل شو او د يوې میاشتي له پاره ئې دوام وکړ. دا دویم ځل دئ چي افغاني غالۍ د دوبۍ په یوه نندارتون کي لومړی مقام گټي.
د لعلپورې ولسوالۍ له پاره دغه اوږد پُل چې نږدې درې کاله وړاندې ئې د بنسټ ډبره کېښودل شوې وه، چارې ئې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست د شيخ زايد پوهنتون د کرهڼې په پوهنځي کې د مطالعې له پاره يو لوى کتابتون جوړ او پرانستل شو. دا وخت د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۲۶ پوهنتونونه فعالیت لري.
افغان حکومت اعلام کړی دئ، چي غواړي د آمو د ساحې د نفتو د اکتشاف او استخراج قرارداد د چين هيواد سره لاسليک کړي. په پام کي ده چي د نفتو د تصفيې يوه کارخانه هم جوړه سي.
د بلخ د ښاروا لۍ چارواکي وایي چې د ښار په دننه کې ۱۵ سړکونه ډمبريږي چي کار به ئې د روان کال تر پایه پوري ختم شي. د دغو پروژو لگښت د ښاروالي له عوایدو څخه تمویلیږي.
د آلمان هیواد د بلخ ولایت تخنیکم پر بیا رغولو سربیره یو بل تخنیکي انستیتیوت هم پکښې جوړوي. د دغه پروژې چارې په راروان میلادي کال کې پیلیږي.