لس کاله د مخه د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ پر یوولسمه نېټه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لومړني ۲۰ تنه نیول سوي بندیان په ګوانتانامو کې د امریکا پوځي زندان ته انتقال سول
په کندهار کي د ښځو د حقوقو فعالان وايي چي د مېرمنو له پاره د امن کور د نه شتون له امله ډيري مېرمني ځان وژني ته زړه ښه کوي. هغه ښځي چي په کورکي له زورزياتي سره مخامخ کیږي مجبوره دي چي و تښتي.
په آلمان کې د پناهندګانو شمېر په ۲۰۱۱ کال کې دومره لوړ ؤ چې په تېرو اتو کالو کې یې سارې نه لیدل کیږي.
په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو له پاره تياری نيول کيږي، د ملګرو ملتو د يوې ورستۍ څېړني له مخي يو زيات شمېر افغانان بهرنيو هيوادونو ته پناه وړي.
د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر افغان فعالانو له عدليې وزارت څخه و کورنيو چارو وزارت ته د افغان زندانونو د ورسپارلو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښوولې ده.
دافغانستان د پلټنو يو کمېسيون وايي چي د بګرام په زندان کي بنديان کړول سوي او ډيری ئې پرته له کوم جرم څخه هلته بنديان دي. خو کمېسيون دا هم وايي چي د بنديانو پر بدن ئې د کړولو څه نه دي ليدلي.
دغه ډله ييز قبر د مزارشريف په ۱۵کيلوميترۍ د دهدادي ولسوالۍ پوري مربوط د ۲۰۹ شاهين قول اردو په سيمه کي هغه مهال کشف سو، چي ساختماني کارگران ددغه قول اردو د نويو تاسيساتو په جوړولو بوخت ول.
ملگرو ملتونو د افغان کډوالو له پاره پخپله ستراتيژۍ کي تاريخي اشتباه کړې ده
په هرات کي کوچيان له سختو ستونزو سره مخامخ دي. د هغوی په خبره کي مرستي ورسره و نه سي نه يوازي دا چي څاروۍ به يې مړې سي، بلکي د انسانانو ژوند هم له خطر سره مخامخ دئ.
په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه اوس هم له سختو تلفاتو سره مخامخ دي. له دغو ځواکونو څخه يوازي په ۲۰۱۱ کال کي تر ۵۶۰ تنو زيات ووژل سول، چي دا ددغو ځواکونو له پاره دوهم مرگونی کال بلل کيږي.
افغان امنیتي ځواکونو یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د پنځو میاشتو شکنجې وروسته د هغې له خسرخیلو له بند څخه آزاده کړې. دغه انجلې وروسته له هغې له شکنجې سره مخامخ شوه چې خسرخیلو یې هغه بدلمنۍ ته وهڅوله.