انجلینا جولي فلم جوړولو ته مخه کړې ده. د هغې لومړی فلم د بوزنیا په اړه دئ چي په برلین کې نندارې ته وړاندي شوی دئ. جولي وایي چي د افغانستان په اړه به هم فلم جوړ کړي.
د سوريې د حمص ښار اوسېدونکي د ژوندي پاته کيدو هڅي کوي. نوموړی ښار چي ورته د سوريې د بغاوت مرکز ويل کيږي له اوو ورځو راهيسي محاصره دئ او د ريژيم د ځواکونو له خوا ورباندي هوانونه او بمونه توغول کيږي.
یوه ازبک چي امريکا ته د زده کړو له پاره تللی وو په محکمه کي د بارک اوباما د وژلو د پلان جوړول منلي دي. اولغبیگ قادروف ۲۲ کلن دئ.
د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د سرچینو په حواله د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی میښایل شتاینر، له خپلی دندي استعفاء کړې ده او پر ځای ئې کیدای شي په پاکستان کي د آلمان اوسنۍ سفیر وټاکل شي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، او د عرب لیگ مشر نبیل العربي، د سوریې له پاره د ناظرینو د یو گډ ماموریت وړاندیز کړی دﺉ. د آلمان دولت هم له دغه وړاندیز سره خپل ملاتړ اعلان کړی دﺉ.
د برلین د فلمونو فیستیوال د پنج شنبې په ورځ پیل شو. دغه فیستیوال د «د خدای په امان زما پاچاگۍ» د فلم په ښودلو سره پرانیستل شو. په دغه فیستیوال کي ۴۰۰ فلمونه نندارې ته وړاندي کیږي.
د آلمان فدرالي حکومت هغه پوښتني ته چي کله چي داسي هيوادونه لکه هند، برازيل او جنوبي افريقا له اقتصادي لحاظه پرمختګ کوي، د آلمان نقش څه دئ؟ اوس يو پلان وړاندي کړی دئ.
آلمان او قزاقستان د څو میلیاردونو یورو په ارزښت سوداګري تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه تړونونه د خامو موادو، صنعت او تکنالوژۍ په برخو کي دي.
په اروپا کي سختي واوري او سړې هوا تر اوسه پوري په سلونو انسانان وژلي دي او يو زيات شمېر نور ئي د مرگ له گواښ سره مخامخ کړي دي. د اروپا د بېړنيو حالاتو اداره وايی چي گواښ لا موجود دئ.
انگلا میرکل په امنيت شورا کي د روسېې او چين لخوا د سوريې د پريکړې پرضد ويټو نه يوازي دا چي مايوسه کړې ده، بلکي خورا ډيره خواشينې کړې هم ده. آلمان هڅه کوي چي يوه بله لاره ورته پيدا کړي.
د حماس او فتحي ډلو د دوشنبې په ورځ د یوه گډ حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. دغه دوې ډلي له څلورو کلونو راهیسي په مخالفت کي وې. اسرائیلو له دغي موافقي سره خپل مخالفت ښودلی دئ.
په دغه کال په پاکستان، جاپان، امریکا او يو شمېر نورو هيوادونو کي ډير انسانان مړه سول
د بشري حقونو یو شمیر فعالان چي د ځینو ئې د ګوانتانامو بندیانو په شان جامي هم په تن دي، د سپیني ماڼۍ مخ ته راټول شوي دي او د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کوي.