د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا او افغانستان د هغه تړون لاسلیکولو ته نزدې شوي دي چې له مخې به ئې امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري.
کله چې مرضيه د سه شنبې په ورځ خپل د کار دفتر ته ولاړه نو هغه ئې نامزاد ډیره خوشحاله کړه. د مرضيې نامزاد هغې ته یوه تحفه ډالي کړه او ورته ئې د مینانو د ورځ مبارکي ووایله. مرضیه وایي دغه ورځ به ئې تل په یاد پاته شي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداري مشر د ټولو هغو جوړښتونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده چي وايي کار ئې له دوی سره توپير نه لري. په دغه برخه کي اته ادارې بېلابېلي ادارې فعاليت لري.
د روسيې د نشه يي موادو د راکړه ورکړي د کنترول اداره وايي چي په افغانستان کي د هغو لابراتوارونو شمېر چي د روسيې له پاره نشه يي مواد توليدوي دوه برابره ډير سوی دئ.
د کندهار د ملي امنيت رياست دوه تنه لس کلن ځانمرګي او درې ننه وسله وال مخالفين د وسلو او چاودېدونکو موادو سره يوځاى خبريالانوته وروښوول. ویل شوي دي چي د دغو کسانو په پاکستان کي زده کړې کړي دي.
د پرس ټي وي ټلويزيوني چينل پر خبريال باندي د ناپيژندل سوو کسانو له خوا تيزاب پاشل سوي دي. ويل کيږي چي د پرويز صافي پر مخ باندي هغه مهال تيزاب وپاشل شول چي له کور څخه د دفتر ته روان وو.
افغان چارواکي وايي چي هغه اندېښنې چي د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري د هيواد د اقتصاد په برخه کي موجودي دي د توکيو په کنفرانس کي به د نړيوالو له خوا له منځه ولاړي سي.
د طالبانو په اړه په يوه تازه خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي، هغه سخت دریځه طالبانو چي څو کاله ئې پر افغانستان حکومت کاوه، اوس بدل شوي. او سولي ته زړه ښه کوي.
د کندهار د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر د کوچنيانو د څانګي مسئولان وايي چي اوس هم په جنګ کي اخته دواړي غاړي له کوچنيانو څخه ګټه اخلي.
هر کال د مینانو ورځ د فیبروري پر څوارلسمه نیټه په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي دا چې په افغانستان کې دغه ورځ څنگه لمانځل کیږي په دې اړه دې راپور ته غوږ شئ.
په ننګرهار کي ډيری ځوانان د بېلابېلو ستونزو له امله په نشه يي موادو اخته دي او د جلال اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کي ليدل کيږي. چي په نشه يي موادو روږدي.
د کار نړيوال سازمان اندېښنه ښوولې ده چي ددغو ماشومانو کار د کورنيو په اقتصاد پوري اړه لري.