یوه لسیزه پوځي او د بیارغونې به برخه کې همکارۍ
افغان ولسمشر حامد کرزي او د المان صدراعظمې انگلا میرکل په راتلونکې کې د افغانستان او المان تر منځ پر همکاریو باندې تأکید وکړ. المان غواړي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر راایستلو وروسته هم له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د المان او افغان تر منځ ښې اړیکې په تیر وخت کې ریښې لري.