1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان دي د اوربند له پاره شرطونه نه ږدي»

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

د قطر د بې پایلي غونډي له پای ته رسېدو سره سم د سولي عالي شورا ويلي دي چې وسله وال طالبان دې د سولي له‌ پاره شرطونه نه ږدي. د سولي عالي شورا دا هم ویلي دي چې د جګړې دوام لامل شوی څو بهرني ځواکونه په هیواد کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/1FJsg
انځور: Reuters

د سولې له پاره د خبرو اترو د چمتوالي په غونډه کې چې په قطر کې جوړه شوې وه، ځینو افغان سیاسیونو هم پکښې ګډون درلود.
په دغه غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ وشوه د ولسمشر غني اکا عبدالقیوم کوچي د وسله والو طالبانو له استازو غوښتي چې اوربند اعلان کړي. خو هغوی د اوربند غوښتنه نه ده منلې، اویلي یې دي؛ تر هغه وخته به اوربند اعلان نه کړي‌ چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي.

پر دې سربېره ټاکل شوې ده چې په راتلونکې میاشت کې هم له وسله والو طالبانو سره په متحدو عربي اماراتو کې بله غونډه وشي.

د سولې عالي شوار وايي طالبان نه باید د سولې رامنځته کېدو په خاطر د بهرنیانو وتل بهانه کړي، ځکه دا به نور هم د بهرنیو ځواکونو د اوږد مهاله پاتېدو سبب شي.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو چارو مسؤل محمد اسماعیل قاسمیار نن دوشنبه (۲۰۱۵ کال د می ۴مه) دویچه ویله ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو شمېر له ۱۵۰ زرو څخه اوس اتو زرو ته راکښته شوی او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې شمېر نور هم کمیږي.

هغه وویل:«هیله مند یو چې تلپاتې او عادلانه سوله رامنځ ته شي، څو د همدې بهرنیو ځواکونو پاته کېدلو ته اړتیا محسوسه نه شي».

قاسمیار وویل د سولي خبري اتري یوه اوربند ته اړتیا لري څو وکولای شي چې په یوه مثبته فضا کې دواړه اړخونه د یو بل غوښتني، شرطونه او اړتیاوې مطرح کړي.

ډېرو کسانو فکر کاوه چې طالبان به بېله کوم قید او شرط څخه د سولي د خبرو اترو مېز ته کښېني او د افغانستان پر دغه لویه ستونزه به خبري اتري وکړي،‌خو هسې نه برېښي او طالبان لا هم خپل پخواني شرطونه وړاندې کوي.

د ولسمشر غني د حکومت په لمړیو کې پاکستان هم ویلي ول چې وسله وال طالبان به بېله کوم شرط څخه د سولې خبرو اترو ته غاړه کښېږدي.

غیر رسمي غونډه

د سیاسي چارو کارپوهان وايي هغه کسان چې قطر ته د طالبانو سره د خبرو اترو په موخه تللي ول د افغانستان د حکومت او سولي عالي شورا په استازیتوب نه و لېږل شوي.

د سولې عالي شورا هم مني‌ چې د قطر دې وروستۍ غونډي ته د هغوی کوم غړی نه وو تللی او یوازې یو شمېر کسان په فردي او غېر رسمي توګه ورغلي ول.

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي په دې باور دی چې د سولي خبري اتري اسانه نه دي. ځکه وسله وال طالبان یوازي په دې بسنه نه کوي چې ټول بهرني ځواکونه دې له هیواده ووځي.

هغه وویل:« طالبان سره له دې چې د بهرنیانو له شتون سره مخالف دي، دا حکومت هم نه مني. هغوی وايي‌ چې موږ اسلامي امارت غواړو، د ولسمشر غني حکومت باید له بېخه و ایستل شي او اساسي قانون هم تغیر وکړي.»

سعیدي وايي له طالبانو سره پر شرطونو خبري اتري اسانه کار نه دی او نه هم هغه پلاوي چې د طالبانو له استازو سره یې خبري کړې دا صلاحیت درلود چې د اساسي قانون پر تغیر او ورته نورو مسایلو ورسره خبري وکړي.

سوله د ځینو نظامي قوماندانانو د وژلو پر سر

ورته مهال تېره ورځ د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په یوه غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا د ده او ځینو نورو کسانو د وژلو پر سر له طالبانو سره سوله کوي.

جنرال رازق په دې برخه کې د کره اسنادو د لرلو ادعا هم کړې او ویلي یې دي‌ چې د دوی پر سر لوبه روانه ده. رازق وويل: «د استخباراتو کړۍ راپسې دي‌او موږ خرڅوي. اوس مو هم پر سر سوداوي شروع دي،‌ زه په دې اړه ثبوت او اسناد لرم چې د افغانستان قاتل د سولي له عالي شورا سره پر دې خبري کوي چې څنګه رازق مړ کړي، څنګ عطا مړ کړه او څنګه بل او بل مړ کړي. که رښتیا موږ جرم کړی وي را دې شي په دار مو دې وځړوي.»

خو د حکومت اجرائیه وي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا جنرال رازق ته ډاډ ورکړ چې سوله به د هیڅ ملي ارزښت په مقابل کې تر سره نه شي او د جنرال رازق شتون یې د هیواد د امنیت له پاره یوه اړتیا بللې ده.

ورته مهال د افغانستان خلک هم له وسله والو طالبانو غواړي چې نور جګړې ته دپای ټکی کیږدي او سوله وکړي. د افغانستان په جګړه کې لوی زیان ملکي وګړو ګاللی او لا یې هم ګالي. هغوی غوښتنه کوي چې نور دې جګړه بنده او د سولې پر سر دې خبرې اترې وشي.