1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د کرکیت نومیالیو لوبغاړو افغان لوبډله وستایله

د افغانستان د کرکیت لوبډلې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د هندوستان پر وړاندې ډیره ښه لوبه وکړه. که څه هم هندوستان لوبه وګټله، خو پر دې سربیره د کرکیت پخوانیو لوبغاړو او شنوونکو دغه لوبډله ستایلې ده.

د رسنیو په خبره د افغانستان د لوبډلې روزونکي کبیرخان، د هندوستان د لوبډلې تکړه لوبغاړی سونیل ګوواسکر او د سریلانکا د لوبډلې له لوبغاړي ارویندا دي سیلوا ته بلنه ورکړې ده چې د افغانستان له لوبډلې سره وويني.

ګوواسکر خبریالانو ته ویلي دي: «کرکیټ یوه نړیواله لوبه ده او دا ډیره ښه خبره ده چې سړی له نورو لوبغاړو سره وویني.»

د افغانستان د لوبډلې ویکیټ ساتونکي محمد شهزاد ویلي دي: «زه تر دې ښه احساس نه شم کولای. هغوی زموږ مورال د راتلونکې لوبې له پاره ډیر لوړ کړ. ګوواسکر وویل چې زموږ اعتماد باید لوړ شي. هغه زیاته کړه چې موږ باید د فلدینګ به برخه کې لا پر مختګ وکړو. هغوی یو څه نور وړاندیزونه هم وکړل.»

افغانستان د ۲۰۱۲ کال په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله لومړی لوبه د هندوستان پر وړاندې تر سره کړه. هغوی په دې لوبه کې ډیر ښه وځلیدل خو پر دې و نه توانیدل چې لوبه وګټي.

افغانستان به د جمعې په ورځ خپله دویمه لوبه د انګلستان له لوبډلې سره وکړي. د دې لوبډلې کپتان ستوارت بورد، د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه د تلویزیون له لارې لیدلې ده. هغه ویلي دي چې لوبډلې ئې داسې فکر نه کوي چې د افغانستان پر وړاندې لوبه به هرومرو وگټلای شي.

بورد ویلي دي: «افغان لوبغاړي تول ښه شاټونه وهي او موږ باید دې موضوع ته خپل پام واړوو.»

که چېرې افغانستان انگلستان ته ماتې ورکړي نو دا به د دې هیواد د کرکیټ د لوبډلې له پاره ستره بریا وي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض