1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه وټاکل سوه

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې به د ۱۳۹۳ کال د حمل په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکني تر سره شي. په دې ترتیب سره به نو له افغانستانه د جنګي بهرنیو سرتیرو تر وتلو دمخه ټاکنې تر سره شي.

https://p.dw.com/p/16ZKb
انځور: AP

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اکتوبر۳۰مه نیټه) په یوه خبر پاڼه کې ويلي دي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره یوه نېټه ټاکل شوې ده او د چهارشنبې په ورځ به د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه غړي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ۱۳۹۳ کال د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نېټه به په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکني تر سره شي. دغه نیټه د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتي له پنځمي نیټې سره سمون خوري.

په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر په توګه د حامد کرزي ټاکل کیدل یو څه جنجالونه رامنځ ته کړل. هغه وخت د افغانستان په ټاکنو کي د درغلي کولو تورونه لګول شوي ول. خبره ان هغه ځای ته ورسیده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، افغانستان ته راغی او ولسمشر کرزی يې د ټاکنو د ګټونکي په توګه اعلان کړ.

رارواني ټاکني د افغانستان له پاره ځکه ډیري مهمي دي چې په هماغه کال کې چې ټاکنې تر سره کیږي له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي ځواکونه هم وځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسﺉولیتونه پخپله افغانانو ته سپارل کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخي ولسمشر کرزی نه شي کولای چې د دریم ځل له پاره خپل ځان د ولسمشرۍ له پاره ونومی. داسي اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي ولسمشر کرزی یو ځل بیا خپل ځان ونوموي. خو پخپله ولسمشر کرزي دا خبره څو واري رد کړې ده چې په ټاکنو کې به خپل ځان و نه نوموی او په دموکراتیک ډول به واک د ټاکنو ګټونکي ته وسپاري.

په افغانستان کې د ناټو ویاند دومینیک میدلي، په روانه میاشت کې د افغانستان د ټاکنو په اړه وویل: «شفافیت او اعتبار په دې ټاکنو کې تر ټولو مهمه خبره ده.»

تر دې مخکي د کړکیچ نړیوال سازمان ویلي ول، چې که د افغانستان په ټاکنو کې درغلۍ وشي نو کیدای شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان حکومت سقوط وکړي. خو افغان دولت د کړکېچ د نړیوال سازمان دغه خبري رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې هم په افغانستان کي د ټاکنو د میکانیزم په اړه یو څه اختلافات موجود دي. د ټاکنو د اوسني قانون له مخي باید د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر د ولسمشر له خوا وټاکل شي خو د دولت اپوزیسیون وایي چې دغه کس باید د پارلمان له خوا هم تاﺉید شي.

تر دې یو څه موده مخکي د افغانستان پارلمان پریکړه وکړه چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د دوو بهرنيو غړو حضور ولري خو ولسمشر کرزی بیا له دې سره مخالفت لري او وایي چې د ټاکنو په کمېسیون کې د بهرنیو غړو شتون د افغانستان د «ملي حاکمیت» تر پښو لاندي کول دي.

مسعود جهش (فرانس پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل