1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بامیان کې ۴۰ سلنه مقررۍ د شخصي اړیکو پر اساس کیږي»

نصير بهزاد / مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبه

د بامیان پر والي باندې تور لگول شوی دی چې د خپلې کورنۍ ډیر شمیر غړي یې د دې ولایت په مهمو امنیتي او ملکي پوستونو کې مقرر کړي دي. خو هغه پخپله وایي چې ډیر شمیر دغه کسان بامیان ته د هغه تر راتلو مخکې په دندو گومارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DG5B
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د بامیان د امنیې قوماندان خدایار قدسي، ادعا کوي چې د دې ولایت د پولیسو په کرښو کې په لسهاوو تنه داسې کسان شته چې د بامیان د والي غلام علي وحدت، د کورنۍ غړي یا نزدې ملگري دي. د دغه چارواکي په خبره د ښاغلي وحدت ورور چې تر دې مخکې د بامیان د امنیتي قوماندان وو اوس د دې ولایت د امنیتي قوماندانۍ مشاور دی.
قدسي ټینگار کوي چې اوس په بامیان کې ۲۲ د پولیسو افسر د دغه ولایت له والي سره اړیکې لري او په کلیدي دولتي پوستونو کې کار کوي.

جنرال قدسي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ نه شو کولای له هغه څه چې حقیقت لري انکار وکړو. هغوی د پولیسو په لیکو کې شته خو په هغه صورت کې چې په کار کې یې کومه ستونزه وي نو زه یې هرو مرو مخه نیسم.»

دا په داسې حال کې ده چې د بامیان والي غلام علي وحدت، هغه ادعاوې چې گواکې د ده په ولایت کې کسان د شخصي اړیکو له مخې په لوړپوړو دولتي دندو گومارل شوي دي ردوي او وايي چې ټولې مقررې د امنیتي قوماندانۍ په وړاندیز او د کورنیو چارو د وزارت له خوا شوې دي. وحدت دویچه ویله ته وویل: «ما خپل هیڅ خپلوان چیرې مقرر کړی نه دی. نه زما د معینیت پر مهال او نه هم د ولایت پر مهال مې له چا څخه غوښتي دي چې فلان کس دې په فلانۍ دندې وگومارل شي. که څوک مقرر شوي وي نو پخپله د قومانۍ د وړاندیز او د وړاندیز شوي کس د استعداد او وړتیاو له مخې دا کار شوی دی.»

خپلوان په کليدي پوستونو کي

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبره مني چې په بامیان کې د دغه ولایت د والي یو شمیر خپلوان په کلیدي پوستونو کې مقرر شوي دي. د دې وزارت چارواکي زیاتوي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش، ویلي دي چې د پیژنتون ریاست دنده اخیستې ده چې په دې اړه څیړنې وکړی. دانش ټینگار کړی دی چې که د پیژنتون ریاست داسې معلومات ترلاسه کړي چې وښيي د بامیان ولایت په تعیناتو کې طرزالعملونه تر پښو لاندې شوي دي نو په بیړنیو اقداماتو به لاس پورې کړي.

د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې دا موضوع د بامیان له پاره ستونزې رامنځ ته کولای شي. جاوید کوهستاني په دې اړه وویل: «په بامیان کې دې موضوع ډیر کورنۍ رنگ اخیستی دی. د کورنیو چارو د وزارت پخوانۍ معین اوس د بامیان والي دی. د هغه یوه خور په پارلمان کې وکیله ده. د هغه یو ورور د یو څه وخت له پاره د بامیان ولایت د امنیې قوماندان وو. دوی ټولو له دغه وضعیت څخه پخپله گټه استفاده کړې ده.»

په عین حال کې د بامیان د ولایتي شورا یو شمیر غړي دا خبره تاییدوي چې په دې ولایت کې ډیرې مقررې د اړیکو پر بنسټ کیږي. د دې شورا مشر مولوی یوسف، وایي چې په ملکې څانگه کې مقرري ډیر وخت د پیژندگلوي له مخې ترسره کیږي چې له کبله یې د اداري فساد کچه لوړیږي. هغه وایي: «د دې له کبله فساد رامنځ ته کیږي او خلک خپل حق ته نه رسیږي. که یو کس د یوه کار لیاقت و نه لري او وگومارل شي نو هغه نه شي کولای چې د خلکو، هیواد او خپلې خاورې خدمت وکړي.»

د بامیان د ولایتي شورا مشر ادعا وکړه چې په دې ولایت کې ۴۰ سلنه ملکي مقررۍ د شخصي اړیکو له مخې کیږي.