1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاج بېگ رستورانت کي څوک کار کوي؟

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه

تاج بيگ په کابل کې د یو داسې رستورانت (کافي) نوم دئ، چې کارکوونکي ئې تداوي شوي نشیان دي. د دغه رستورانت گټه د نشې پرېښوولو یوه کمپ ته زېرمه کېږي.

https://p.dw.com/p/15sUt

«د نشې او اعتیاد پرېښوولو خبره ښه، منطقي او ساده ده. ښایي هغه څوک، چې زما په شان درد ولري، درد ئې هم مات نه شي؛ خو د نشه یي توکو نه مصرفول یوه عجیبه وسوسه رامنځته کوي؛ د بدن تر پوست لاندي څه شی ځغلي او ورسره د سړي زړه د نشې خوا ته ځي.» د مصطفی دغه ډول خبري په رستورانت کې را ټول سوي کسان چوپتیا ته را بولي.

«مورکمپ» داسي یو مرکز دئ، چې د لیلا حیدري په مدیریت سره ئې تر اوسه پوري د مصطفی په شان۳۰۰ نشیان بېرته عادي ژوند ته را گرځولي دي.

اووه ویشت کلن مصطفی، چې له نهو کلونو وروسته ئې نشه پرایښې ده، د نشه یي کېدلو په اړه عجیبه کیسه لري:

«له زیاتي کنجکاوۍ څخه نشه یي شوم. له قلیان (یو ډول معاصر چلم دئ، چې پر تنباکو سر بېره، راز راز نشه یي بوټي پکښې څکول کېږي) او له سگريټو مي را پېل کړه، ورپسې چرس وه او په پای کې هم تاریاکو ته کښېناستم. خو داسي ورځ راغله، چې نور نو دغو نشه یي موادو زه نه شوم نشه کولای، بیا مي کار له هیروینو سره شو. هغه داسي ورځې وې، چې له نشې مې خوند اخست، دروغ به مې وېل او غلاوې به مې کولې.»

مصطفی سترگې کښته اچولي او خبري کوي، هغه نه غواړي چې د «تاج بیگم رستورانت» مشتریان ئې اوښکي وویني؛ خو دی خبر نه دئ،چي د هغوی اوښکې لا دمخه نه ټينگېدلې.

شاعري او فلم جوړونکي لیلا حیدري، تېر ژمي پرېکړه وکړه، چې د نشه یانو د بیا روزلو له پاره په کابل کې یو مرکز پرانیزي. لیلا د خپلې پرېکړي په اړه وایي: «د ژمي په یوه سړه ورځ، چې باران په شرپ اورېده، زه له پل سوخته څخه تېرېدم، هلته بل شان وحشتناک حالت وو، تر پله لاندي ناپاکیو او مرداریو په منځ کې، یوه لویه ډله خلک داسي یو پر بل پراته وه، چي دې صحنې د هر ژوندي وگړي زړه له وېري لړزاوه.»

لیلا حیدري له دوستانو سره تر سلا مشورې وروسته پرېکړه وکړه، چې د بیا روزلو له پاره یو ځای ولټوي او دغه نشه یان پکښې قرنطین کړي. په لومړۍ ورځ ۲۸ تنه نشه یان چمتو کېږي، چې «مورکمپ» ته ولاړ شي.

مېاشتي کېږي، چې مېرمن حیدري له نشه یانو سره تر یوه چت لاندي ژوند کوي. سره له دې، چې له دغو نشه یانو سره د گډ ژوند کولو له لامله څو ځله گواښل شوی دئ؛ خو هغه وایي، چې له دغو وگړو سره ژوند، هغې ته ښه احساس ور بخښي.
د کمپ ډېری غړی سره له دې، چې د عمر له پلوه تر«لیلا» مشران دي؛ خو هغې ته «مور» وایي.

لیلا حیدري وایي: «په افغانستان کې د انسانانو له پاره کار ته او بیا په تېره د انساني احساس د را په ډاگه کولو له پاره ډېره لږه پاملرنه شوې ده. زه باید ډېر دمخه بېرته ایران ته تللې وای؛ خو هغه مهال، چې د خلکو له درد او رنځه ډک حالت مې ولید، نو له ځان سره مې ووېل، څه بې گټي او عبث کار، زه ولاړه شم، فلم جوړ کړم او شعر ووایم، په دې به د چا درد دوا شي؟ هماغه وه، چې دلته پاته شوم او دا کمپ مې جوړ کړ، ترڅو په انساني طریقه ژوند وکړم.»

د مور په کمپ کې د تجمل او ډول څه آثار نه تر سترگو کېږي. دلته یوازي څو خوني له لږو وسایلو سره لیدل کېږي، چې پکښې یوه شاعره او فلم جوړونکې مېرمن د خپلي خاوري له ځپل شويو وگړو سره یو ځای ژوند کوي؛ دا هغه وگړي دي، چې ډېری مهال ئې زړونه نشې کولو پسې تنگېږي؛ خو شعر، موسیقي، فلم او کیسه وېل هغوی بېرته قانع کوي.

د انور د تنبور آزاد غږ، د لیلا حیدري شعري ترنم، د ځوانو کیسه لیکوالو کیسه وېل، او د خپلو فلمونو په اړه د فلم جوړوونکو خبري اتري؛ یا په بله وینا، له فرهنگي ټولۍ سره ناسته پاسته، د نشه یانو له پاره د شپو او ورځو تېرول بل شان کړي دي.

لیلا حیدري وایي: «د خپلو لیکوالو او هنروالو دوستانو په مرسته مي د شعر، ادبیاتو او هنر دسترخوان دلته غوړولی دئ او د مور کمپ غړي هم له هنروالو سره د معرفت له امله د خوشالۍ احساس کوي او خپلي د درد شېبې هېروي.»

د درمل شویو نشه یانو په ډله کي، یو اته کلن ماشوم هم تر سترگو کېږي. هغه هم، چې د نورو وگړو په څېر د نشه یي موادو قرباني بلل کېږي، د لیلا د مورکمپ په ملاتړ سره په دې بریالی شوی دئ، چې خپل ماشومانه ژوند ته را وگرځي.
د لیلا حیدري لومړی فلم «تصور» تېر کال په افغانستان کې د ډاېرکترۍ او لوبغاړي په برخه کې لومړۍ جاېزه گټلې ده.

هغه وایي: «په خواشینۍ سره چې له تصوري فلم وروسته مې بل کار نه دئ کړی؛ ځکه هغه پېسې مي، چې د خپل دوهم فلم د جوړولو له پاره ساتلي وې، په کمپ مي ولگولې او که صادقانه ووایم، د څو تنو دوستان پوروړې هم یم او حتي په دې ورځو کې اضافي پور ته هم اړتیا لرم.»
 
لیلا حیدري د «تاج بیگم رستورانت» د جوړولو د فکر په اړه وایي: «تاج بیگم مې د مورکمپ د لگښت پوره کولو له پاره جوړ کړی دئ. هغه نشه یان چې په دغه کمپ کې پاک شوي دي، دلته د کارکوونکو په توگه کار کوي او ددې په خوا کې اوس مهال رستورانت هم د شاعرانو او هنرمندانو په فرهنگي جونگړه بدل شوی دئ.»

۳۷ کلن حیدر، چې اوس مهال په تاج بیگم رستورانت کې د همکار په توگه کار کوي،۷ مېاشتي کېږي چې په کمپ کې ئې نشه پرې ایښې ده. هغه د خپل برخلیک په اړه وایي: «زه شپږ کاله دمخه د ایران په مشهد ښار کې په نشه اخته شوم. له ما پرته د کورنۍ ټولو غړو زده کړې کړي دي؛ خو ما خپلې زده کړي په نیمه کې پرېښوولې او خپل ژوند مي راته په دوزخ واړاوه.»

حیدر وایي، په هغو کلونو کې ئې چې نشه یي توکي کارول؛ نو له ځانه ئې کرکه کېده او ډېر درد به ئې زغامه.

د حیدر په خبره: «مورکمپ د ټولو نشه یانو له پاره لکه پوهنتون داسي دئ. دلته کېدای شي د ژوند ستر درسونه زده شي او له نورو نشه یانو سره مرسته وشي؛ هغه کار چې هېڅ روانپوه ډاکتر او هېڅ روغتون ئې نه شي کولای.»

د «مور د کمپ» مور ، په پای کې وایي: «سره له دې چې ژوند مي له سختیو سره مل دئ؛ خو سختۍ سړی جوړوي.غواړم اعتراف وکړم، له نشه یانو سره په ساه را کښلو او ژوندکولو کې زه جوړه شوم او ژوند مي زده کړ. مېاشتي کېږي، چې د خوند او خوښۍ عجیبه حس مي موندلی دئ، هغه حس چې دمخه مي هېڅکله نه وو تجربه کړی!

فرخنده رجبي/ وفا سمندر
کتونکی: نجیب الله زیارمل