1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

فرانسه نوې کالدونیا ته اضافي ځواکونه استوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

نوې کالدونیا د فرانسې یوه له هغو سيمو ده چې د استعمار دورې وروسته ورته د نړۍ په بېلابيلو برخو کې پاتې دي. له فرانسې ۱۷زره کيلومتره لېرې پرتې دغې جزيره کې تر خونړيو نښتو او بېړني حالت وروسته فرانسه اضافي ځواکونه ورليږي.

https://p.dw.com/p/4fwCP
Neukaledonien Noumea | gewaltsame Proteste
انځور: DELPHINE MAYEUR/AFP

فرانسې خپلې نوې کالدونیا جزېرې ته چې ۱۷زره کيلومتره لرې په آرام سمندر کې د استرالیا او فیجي هېوادونو ترمنځ واقع ده، اضافي ځواکونه استوي. رپوټونه وايي په وروستیو نښتو کې ۵ کسان وژل شوي او په سلونو نور ټپيان دي.

دغه نښتې د فرانسې د رای ورکونې یو نوي قانون پر ضد پراخو اعتراضونو کې چې په تاوتريخوالي اوښتي، رامنځ ته شوې دي. دغه اعتراضونه چې ګډونوال ېې تر ډېره بومي خلک دي، له ۱۹۸۰ کلونو راوروسته تر ټولو خونړي دي.

نوې کالدونیا د نړۍ په مختلفو برخو کې فرانسې ته د استعمار له دورې وروسته د ورپاتو ملکیتونو له ډلې یوه ده.

د فرانسې لومړي وزير ګبریل اتل، وويل چې پاریس به نوې کالدونیا ته شاوخوا «۱۰۰۰ اضافي داخلي امنيتي پرسونل» واستوي چې هلته مېشتو ۱۷۰۰ ځواکونو سره به ېو ځای شي
د فرانسې لومړي وزير ګبریل اتل، وويل چې پاریس به نوې کالدونیا ته شاوخوا «۱۰۰۰ اضافي داخلي امنيتي پرسونل» واستوي چې هلته مېشتو ۱۷۰۰ ځواکونو سره به ېو ځای شيانځور: Cedric Jacquot/AP/picture alliance

د فرانسې د کورنيو چارو وزير، جرالد دارمنین، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ یو ژاندارم وژل شوی چې له دې سره د وژل شوو پولیس افسرانو شمېر دوو ته رسېدلی دی.

د پولیسو یو افسر یاد آژانس ته وويل چې هغه په دوستانه ډزو کې وژل شوی دی.

د فرانسې لومړي وزير ګبریل اتل، وويل چې پاریس به نوې کالدونیا ته شاوخوا «۱۰۰۰ اضافي داخلي امنيتي پرسونل» واستوي چې په سيمه کې به پر ميشتو ۱۷۰۰ ځواکونه ور زیات شي. هغه زیاته کړه دغه ځواکونه به د «بلواګرو او لوټمارانو د اشد مجازاتو» له پاره فشار وارد کړي.

لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د وزيرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې وويل چې یاد ځواکونه د بندرونو او د نوي کالدونیا نړېوال هوايي ډګر چې اوس د تجارتي پروازونو پر مخ تړل شوی، د امنیت له پاره ګومارل شوي ول.

د پنجشنبې په ورځ د مي ۱۶مه د فرانسې نوې کالدونیا جزېرې هوايي ډګر ته د فرانسې د پوځ یوه الوتکه د رسېدو په حال کې
د پنجشنبې په ورځ د مي ۱۶مه د فرانسې نوې کالدونیا جزېرې هوايي ډګر ته د فرانسې د پوځ یوه الوتکه د رسېدو په حال کېانځور: Cedric Jacquot/AP/picture alliance

هغه دا هم وويل چې په نوې کالدونیا کې ټیک ټاک شبکه ممنوع شوې، ځکه چې اعتراض کوونکو ورڅخه استفاده کوله.

په سیمه کې د یوې امنيتي سرچېنې له قوله راغلي دي چې د «بلواګرو» له ډلې چې شمېر ېې ۵زره اټکل کيږي، تر ۲۰۰ ډېر ېې نيول شوي دي.

چارواکي وايي په دغو تاوتریخوالو کې د ۶۴ پولیسو په ګډون په سلونو کسان ټپیان شوي دي. د فرانسې نوې کالدونیا جزېره شاوخوا ۲۷۰زره نفوس لري.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه (07.05.2021):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل