1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

طالبان: ۱۷۵ د قصاص او ۳۷ د سنګسار حکمونه مو ورکړي دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د طالبانو ادارې سترې محکمې خبر ورکړی دی چې د قصاص حکم پلي کولو ته ژمن دي. دغې محکمې ویلي دي چې د طالبانو محاکمو ۱۷۵ د قصاص، ۳۷ د سنګسار او تر دېوال لاندې د وژلو څلور حکمونه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4QxJ8
کابل کې طالب وسله وال
کابل کې طالب وسله والانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د قصاص په ګډون د شرعي حدودو د پلي کولو په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له تینګار وروسته د طالبانو د سترې محکمې یوه چارواکي ویلي دي چې دغه ډله په ټول افغانستان کې د قصاص او نورو شرعي حدودو جاري کولو ته ژمنه ده.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني د پنجشنبې پر ورځ یوه ویډیويي کلیپ کې، چې د سترې محکمې پر ټویټر خپور شوی ویلي دي چې طالبانو په ټول افغانستان کې د قصاص او نورو شرعي حدودو لسګونه حکمونه ورکړي دي.

هغه ویلي دي چې تر دې دمه د طالبانو ادارې ۱۷۵ د قصاص، ۳۷ د سنګسار او تر دېوال لاندې د وژلو څلورو حکمونه صادر کړي، چې پلي کولو ته تیار دي.

د دغې ویډیو په یوې برخې کې د سترې محکمې مرستیال ویلي: «د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ټولو محاکمو ته دا توصیه شوې ده، چې  قصاص او حدود دې په ډېر دقت د شرعي اصولو مطابق فیصله او د تصویب له پاره دې رهبرۍ ته وړاندې کړای شي.»

د طالبانو د سترې محکمې د مرستیال په وینا، د حدودو د ۱۰۳ حکمونو له پلي کولو سربېره، ۷۹ د دیت د ورکړې حکمونه او ۱۵۶۲ د تعزیري سزاګانو حکمونه صادر شوي دي، چې یو شمېر یې پلي شوي او ځینې یې پلي کېدو ته تیار دي.

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په خپل اختریز غږیز پیغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی وو چې «د شرعي حدودو پلي کول په ځانګړي ډول  قصاص او لاس پرې کول د روژې په څېر فرض دي.»

Afghanistan Ein Soldat der streng muslimischen Taliban-Miliz angehört, schlägt einen Zivilisten mit einem Gummigürtel
انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

پر افغانستان د طالبانو له ولکې یو نیم کال وروسته دغې ډلې فراه ولایت کې د خپلې واکمنۍ لومړنی قصاص د قتل په تور په یوه کس پلی او هغه یې په عام محضر کې اعدام کړ.

سربېره پر دې، دغې ډلې ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور مجازات او د خلکو په مخ کې په دورو وهلي دي، چې د بشري حقونو د فعالانو او نورو بنسټونو کلک غبرګونونه یې پارولي دي.

د بشري حقونو فعالانو ویلي دي چې دا وړ مجازات او سزا ورکول د بشري حقونو او انساني کرامت له معیارونو سرغړونه ده. د طالبانو ادارې د محاکمو د غونډو د څرنګوالي په اړه هم پوښتنې او ډېرې نیوکې شته. نیوکه کوونکیو ویلي، چې تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

د نیږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم يوه هيواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دغه ډول سزاګانو پلي کول او د طالبانو سخت ‌دريځو کړنو له امله ښايي له دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې تعامل لا هم سخت کړي.

د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو رعایتول او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول له هغو شرطونو دي چې نړیوالې ټولنې په راتلونکي کې د طالبانو احتمالي رسمیت پېژندنې په توګه وړاندې کړي دي.