1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

فرانسوي پولیسو هغه کس وژلی چې د کنیسې د سوځولو هڅه یې کړې وه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د فرانسې پولیسو ویلي دي چې هغه کس ېې په ډزو وژلی دی چې یوې کنیسې ته یې د اور لګولو هڅه کړې وه. د پولیسو په وینا دغه کس هڅه کړې وه چې د فرانسې په شمال کې د یهودانو عبادتځای وسوځوي.

https://p.dw.com/p/4fzsf
Frankreich | vereitelter Brandanschlag auf  Synagoge in Rouen
فرانسه کې پر کنیسې برید کوونکی د پولیسو په ډزو کې وژل شویانځور: Lou Benoist/AFP/Getty Images

د فرانسې په شمال کې د روآن ښار پولیسو ویلي دي هغه کس یې په ډزو وژلی دی چې یوې سیمه ایزې کنیسې ته یې د اور لګولو هڅه کړې وه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمانن، په ټولنیزو رسنیو کې له پولیس افسرانو څخه د هغوی د «میړانې او غبرګون» له کبله مننه کړې ده.

دار مانن ویلي: «ملي پولیسو نن سهار په روآن کې هغه وسله وال کس له منځه وړی چې په واضح ډول یې غوښتل د دې ښار کنیسې ته اور واچوي.»

د المان خبري آژانس د جمعې په ورځ سهار (د می میاشتې ۱۷ نیټه) د «فرانس اینفو» رسنۍ په حواله رپوټ ورکړی دی چې پولیسو ته اطلاع ورکړل شوې وه چې له دغې کنیسې څخه لوګي پورته کیږي.

کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل د یوه سړي له مقاومت سره مخامخ شول چې په چاقو او اوسپنیزې میلې سمبال وو. ویل شوي دي چې یو تن پولیس پر دغه کس ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د برید کوونکي هویت او د پيښې انګیزه لا نه ده روښانه شوې. د ښاروالۍ یوه چارواکي ویلي دي چې اور تر کنترول لاندې راوستل شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

په آلمان کي تر خونړۍ پيښي وروسته د مسلمانانو اندېښنې زياتي سوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب